ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دهلې بنده کندهار ښار ته د څښاک اوبو رسولو شبکې سروې پیلېږي

له دهلې بنده کندهار ښار ته د څښاک اوبو رسولو شبکې سروې پیلېږي

author avatar
16 Feb 2020 - 17:49
له دهلې بنده کندهار ښار ته د څښاک اوبو رسولو شبکې سروې پیلېږي
author avatar
16 Feb 2020 - 17:49

کندهار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۸): چارواکي وايي، له دهلې بند څخه کندهار ښار ته د څښاک اوبو رسولو شبکې د مسیر ټاکلو سروې پیلېږي.

دهلې بند چې ټاکل شوې ده سږ کال یې د رغولو چارې پيل شي، یوه برخه یې د کندهار ښار لپاره د څښاک د پاکو اوبو شبکې جوړول دي.

د کندهار د اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجنیر محمد نادر کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، له ماسټر پلان سره سم د سیمې له اوسېدونکو سره په همغږي د څښاک اوبو رسولو د دغې شبکې غځولو د پروژې د سروې چارې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه، د دغې سروې په پایله کې به د ۱۹ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو رسولو شبکې لپاره لار یا مسیر و ټاکل شي.

دی وايي، د دغې شبکې د لارې په اوږدو کې د سړک نه موجودیت، د خلکو د کرنیزو ځمکو او غره شتون هغه ستونزې دي چې اړوندې ادارې او خلک یې باید په حل کې مرسته وکړي.

خو له دې سره په خوا کې، ده یادونه وکړه چې د څښاک اوبو د اوسنۍ ښاري شبکې او تاسیساتو رغول، نوو ښاري سیمو ته د اوبو شبکې غځول، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو نوې زېرمې جوړول، د ۹۰ زره کورنیو، تجارتي او دولتي ځایونو لپاره د مېترونو نصبول، له دهلې بند څخه تر تصفیه خونې د پایپونو غځول او نور هم له دغې پروژې سره تړلې چارې دي.

د ده په خبره، د دهلې پر بند د اوبو د دغې لویې شبکې په جوړولو سره د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه ورسېږي.

اوسمهال، د کندهار ښار اوسېدونکي د څښاک اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي او یواځې ۷ زره کورونو ته د څښاک اوبو نلونه غځول شوي دي.

ده زیاته کړه، د اوبو د دغې شبکې پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.