کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٨): هند له افغانستان سره د بند امیر– یکاولنګ او مزارشریف هوایي ډګر د سړکونو جوړولو لپاره لس عشاریه اته میلیونه امریکایې ډالره مرسته کوي.
د دې مرستې تړونونه نن په کابل کې د هند سفیر وینای کمار او د افغانستان د مالیې وزارت مالي مرستیال او سرپرست عبدالحبیب ځدران لاسلیک کړل.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مرستې له یادې پیسو څخه ۷.۸ میلیونه امریکایي ډالر د بامیانو ولایت له بند امیر څخه تر یکاولنګ پورې د ۱۶ کیلومتره سړک پر جوړېدو او پاتې نور درې میلیونه نور د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د هوایي ډګر پر دوه کیلومتره سړک لګول کېږي.
د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر وینای کمار د تړون د لاسلیک په ناسته کې ویلي: "موږ افغانستان د خپلو استراتیژیکو شریکانو څخه یادو او د دې دوو هوکړه لیکونو لاسلیکول له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د لا ډېرېدو لپاره یو مثبت ګام بولو."
د ده په وینا، یادې دواړه پروژې په ځانګړی ډول د بند امیر – یکاولنګ سړک جوړول ځکه چې په افغانستان کې د سیلانیانو صنعت د زیاتیدو سبب کیږي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال هارش وردن شرينګلا پرون ماښام کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني ته یې له افغانستان سره د هند د اوږودمهاله همکاريو ډاډ ورکړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










