اسعد اباد (پژواک، ١٢ کب ٩٨) : په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وايي چې په کونړ ولايت کې د هوايي بريد له امله دداعش ډلې شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د سيلاب قول اردو له خوا د کب په ١٢مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا بې پيلوټه بريد پرون د بهرنيو ځواکونو له خوا د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ ددېوه ګل درې د ملايانو تنګي او د نورګل ولسوالۍ د مزار درې دشماش په سيمو کې ترسره شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريدکې د يادې ډلې د زندان د مسوول او يو تن سيمه ييز قوماندان په ګډون شپـږ داعشيان وژل شوي دي.
سيلاب قول اردو دغه راز ويلي چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د يادې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د مسوول په ګډون دوه داعشيان امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
داعش ډلې ترا وسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.