کابل (پژواک، ۱۴ کب ٩٨): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۴۸۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د ۷۷ پرمختیایي پروژو تړونونه د پرمختیایي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د ياد وزارت له خوا د کب په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجيب الرحمن کريمي د دغه تړونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل: «هغه ټولې پروژې چې نن یې له پرمختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول، شمېر یې ۷۷ پروژو ته رسېږي چې کاریزونه، استنادي دېوالونه، ګبیوني او بولډروالونه، د اوبه خور کانالونه، سربندونه، د سړکونو پخول او پر کلیوالي سړکونو کرېړ اچول په کې راځي.»
ده زیاته کړه، د دغو ۷۷ پروژو بودجه نږدې ۴۸۸ میلیونه افغانۍ (۴۸۷.۸۸۷.۹۳۸ ) کېږي، له دې ډلې ۵۱ پروژې د ملي بودجې له لارې تمویل شوې دي.
د ده په وینا، پاتې ۲۵ پروژې د ایټالیا له مرستو او یوه پروژه د قزاقستان هېواد له خوا تمویلېږي.
کریمي وایي، د دې پروژو په تطبیق سره به د کارموندنې په برخه کې ۱۵۵.۲۲۳ کاري ورځې د هېوادوالو لپاره رامنځته شي او نږدې دوه سوه زره وګړي به له دې پروژو ګټه واخلي.
د کلیو او پراختیا وزير وويل چې دا پرمختیايي پروژې په ۱۹ ولایتونو بادغیس، بلخ، فراه، غزني، غور، هرات، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار، نورستان، پکتیا، پکتیکا، سمنګان او زابل کې پلې کېږي.
باید وویل شي چې په دې پروژو کې پرمختیايي شوراګانې هم ۱۰ سلنه ونډه لري چې له دې کبله په پرمختیايي پروژو کې د خلکو حضور هم جوتېږي.
ياد وزارت وايي، اوسمهال د اوبو د مدیریت بحث افغان دولت ته لومړیتوب لري، له دې کبله د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هم هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې د اوبو د مدیریت په برخه کې ګټورې پریوځي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپل پنځه کلن پلان کې د اوبو د مدیریت په برخه کې په ۳۴ ولایتونو کې د سیندونو د ساحلونو ۹۲۶ کیلومتره تحکیمات چې د ګبیوني دېوالونو، بولډروالونو، او سنګ کاریو په وسیله کېږي په پام کې نیولي.
همدا راز د ځمکو د اوبه خور لپاره د سربندونو ۱۴۹۴ پروژې، د ځمکې لاندې اوبو د زیرمه کولو لپاره ۴۳۶۸ چک ډیمونه او د اوبه خور د دودیز سیستم د تنظیم په موخه ۱۸۷۵ کاریزونه هم جوړیږي.
د دې پروژو پیل به د کابل، پکتیا، پکتیکا، وردګو، او کندهار له ولایتونو کېږي.
login or register a new account.