منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۶ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اقبال: د ناامنیو له امله کډوال شوم، خو د لاس له پرې کېدو سره مې نړۍ ویجاړه شوه

· ۱۰ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

 

کابل (پژواک، ١٨ کب ۹۸): ١٩کلن اقبال خپل پرې شوي لاس ته په مايوسۍ کتل او ويې ويل:" د ناامنۍ له امله اړ شوم په قاچاقي لارو اروپا ته ولاړ شم، خو د کار پر مهال مې لاس پرې شو او بېرته هېواد ته راستون شوم."

محمد اقبال مرجان څوک دى؟

محمد اقبال مرجان ١٩ کاله عمر لري، د کابل د بګراميو ولسوالۍ د شيوه کي سيمې اصلي اوسېدونکى دى.

نوموړي تر اووم ټولګي پورې زده کړې کړې، څلور خويندې او دوه وروڼه لري، پلار يې هم د موټرو سوداګر دی.

د زرګونو نورو افغانانو په څېر محمد اقبال مرجان هم دوه کاله وړاندې په قاچاقي لارو له هېواده بهر ته د تګ اراده وکړه.

د اقبال تنکۍ ځواني او د قاچاقي لارو کړاو:

اقبال پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د پلار په مرسته يې قاچاقبر پيدا کړ او تر ايرانه يې له هغه سره د تلو خبره وکړه.

دى وايي: " په اوله کې کورنۍ اجازه نه راکوله چې په قاچاقي لارو ولاړ شم خو دا چې هره ورځ دلته جګړې وې، سوله نه وه، غريبي وه، نو کورنۍ مې حاضره شوه چې زه بايد د ايران له لارې فرانسې ته ولاړ شم، هلته کار وکړم او کور ته پيسې ولېږم."

نوموړى زياتوي چې د ١٣٩٦ کال د وري په مياشت کې يې د ايران په لور حرکت وکړ او پلار يې قاچاقبر ته سپارښتنه وکړه چې تر ايرانه يې صحي او سلامت ورسوي.

ده وويل: "قاچاقبر تر ايرانه زما مسووليت درلود، نور مې هلته د تره زوى و، هر څه بندوبست هغه کړى و."

ژمي د خپلې سړې هوا لمنه ټولوله، د وري مياشت نوې پيل شوې وه، سهار وختي اقبال له خپل تره حفيظ الله سره يوځاى د کابل ښار د کمپنۍ سيمې پر لور روان شو، له کومه ځايه چې نيمروز ولايت ته موټر ځي.

نيمروز ولايت د ايران له سيستان سره ګډه پوله لري او ډېرى قاچاقبر، خلک له دې لارې ايران او بيا له هغه ځايه ترکيې او اروپايي هېوادونو ته بيايي.

اقبال چې هغه مهال تنګى ځوان و، په قاچاقي لارو د ايران او ترکيې له لارې تر فرانسې هېواد پورې تګ ورته سخت ستونزمن ښکارېده خو دا هر څه يې په ځان منلي وو.

هغه وايي:" له کوره چې ووت، مور مې ژړل، وړوکى ورور مې حيران ولاړ و، پلار مې د تګ ډاډ راکاوه، تره مې په عجله کې و چې ژر بايد ځانونه کمپنۍ ته ورسوو."

اقبال د لارو سختيو او د کورنۍ پرېښودو سخت غمجن کړى و خو د نا امنيو له امله يې بهر ته د تګ لپاره چمتو و.

ده وويل:" کمپنۍ کې له خپل تره سره يوځای موټر ته ورجګ شوم، په لاره کې به مې کله کله سترګې پټې شوې، د مورکۍ له اوښکو ډکو سترګې به را يادې شوې، زړه کې مې څړيکه شوه، خو بيا به مې د يو روڼ سهار لپاره دا هر څه زغمل او د يوې ښې راتلونکې په هيله روان وم."

اقبال زياتوي چې له ساعتونو مزل وروسته نيمروز ته ورسېد، له کومې دمې پرته يې په پيک اپ موټرو کې له نورو کسانو سره يوځاى د پاکستان د بلوچستان ایالت پر لور حرکت وکړ.

د نوموړي په وينا، د بلوچستان د تفتان سيمې ته له رسېدو وروسته د قاچاقبر له لوري دوى ته امر وشو چې د ايران او پاکستان ترمنځ غره پر لور حرکت وکړي.

هغه وايي چې په دغه غره کې يې شل ساعته پلى مزل کړى، مړي يې ليدلي، لوږه، تنده او نورې سختۍ يې تېرې کړې دي.

اقبال غلى شو، د غره سختۍ ور يادېدلې، سترګې يې پټې او خلاصې کړې او بېرته يې په خبرو پيل وکړ او ويې ويل: " د غره مزل ډېر سخت و، که څوک پاتې کېدل نو چا ورسره مرسته نه کوله، همالته به مړه کېدل، د نورو کسانو مړي هم پراته وو، د مړو له سره تېرېدو او کوښښ مو کاوه چې ځان هدف ته ورسوو."

د نوموړي په وينا، تر شلو ساعتونو مزل وروسته د غره بلې غاړې ته له رسېدو سم د قاچاقبر په امر ٤٠ کسان په يوه پيکپ موټر کې سپاره شوي ترڅو تهران ته يې ورسوي.

ده وويل: " په دغه موټر چې سپاره شوو، ترپال يې راباندې کش کړ، موټر سخت په سرعت حرکت وکړ، له څو ساعتونو وروسته تهران ته ورسيدو."

نوموړى وايي چې د تره زوى يې د ايران په اصفهان ښار کې اوسېده او دوى غوښتل چې هلته ځانونه ورسوي.

اقبال زياته کړه: " چا سره چې پيسې وې، قاچاقبر هغوى په اسانه تر اصفهانه رسول او زه او تره مې خوشبخته وو چې موږ ته پر وخت پيسې رسېدلې او کومه ستونزه مو نه درلوده."

د نوموړي په خبره، په اصفهان کې يې تر شپږو ورځو تېرولو وروسته د تره زوى يې له يوه بل قاچاقبر سره خبرې کړې وې، څو دوى ترکيې هېواد ته ورسوي.

ده وويل چې له اصفهانه تر ترکيې پورې دوى په اسانې ورسېدل، کومه ستونزه نه وه او هلته د وان ښار د کډوالو په يوه کمپ کې مېشت شول.

دی وايي: " بل د تره زوى مې د ترکيې په استانبول کې اوسېده، هغه راپسې دغه کمپ ته راغی او موږ يې له ځان سره استانبول ته بوتلو."

که څه هم اقبال د ګڼو ستونزو په تېرولو سره ترکيې ته ورسېد خو نه يې ژبه زده وه او نه يې هم د کار کولو لپاره کوم درک درلود.

د نوموړي په وينا، تر درېيو اوونيو تېرېدو وروسته د تره زوى يې وکولاى شول چې د سکرو په فابريکه کې دوى ته دنده پيدا کړي.

ده زياته کړه: " ډېر بد ځای و، هلته دې هيڅوک نه پېژني، هر څوک خپل کار کوي تر دوه سوه ډېرو افغانانو په دې ځاى کې په ډېرو ستونزو سره کار کاوه."

د اقبال لاس څنګه پرې کېږي؟

د اقبال د معلوماتو له مخې، په ترکيه کې يې د دې لپاره کار کاوه څو پيسې پيدا کړي او ځان فرانسې ته ورسوي خو زياتوي:"په دې فابريکه کې کار ډېر سخت و، درې نيمې مياشتې مې په کې تېرې کړې، بيا يوې بلې د پلاستيک جوړولو فابريکې ته ولاړم، هلته مې دنده پيل کړه."

اقبال د ترکيې د پلاستيک جوړولو له دې فابريکې ترخه خاطره لري، وجود يې ورته نيمګړى کړى، دې يې د چارو په ترسره کولو نورو ته اړ کړى دى.

هغه وايي:" تره ته مې وويل چې د سهار چاى لپاره به لږ دمه وکړو او وروسته تر هغه به بيا په کار ‎پيل وکړو، تره مې ماشين بند کړ خو ما د چای تر تيارېدو ماشين چالان پرېښود، تر څو کار وکړم کله چې مې د ماشين بټنه ووهله، ماشين ډک و، ما هم لاس ور وړاندې کړ په څو ثانيو کې مې نيم لاس نه و."

د اقبال سترګې له اوښکو ډکې شوې، خو زياته يې کړه: " چيغې مې ووهلې، يوه سوريايي راکش کړم، تره مې را نږدې شو، خو هغه بې هوښه شو او ولوېده، هېڅوک نه وو ټول رانه لرې وو، د فابريکې مشر موټر کې واچولم او له فابريکې يې لرې په يوه پارک کې وغورځولم."

دى زياتوي: " هېڅ نه پوهېدم څه راباندې شوي، فکر مې را ټول کړ، ډېره وينه مې ضايع کړې وه، په خپل بلوز مې خپل لاس وتاړه، خو بلوز په مالګې ککړ و، مالګه مې پر زخم ولګېده، سختې چغې مې و وهلې او ډېر مې وژړل، هېڅوک مې مرستې ته رانه غلل، خپله پاڅېدم او تر يوه ځايه مې ځان ورساوه خو هلته د يوه دوکان مخې ته ولوېدم."

اقبال خپل پرې شوي چپ لاس ته وکتل، په جوړ لاس يې اوښکې پاکې کړې او بيا يي وويل: " په سترګو مې توره تيار وه، خلک مې سر ته ولاړ وو، ډېرو رانه انځورونه اخيستل، هيچا نه پورته کولم او تر روغتون يې نه رسولم."

د نوموړي په خبره، اسناد يې نه درلودل، نو ځکه چا په روغتون کې د بستر کېدو اجازه هم نه ورکوله، خو بیا يوه ترکي پوليس خپل اسنادونه ورکړل او دى يې په روغتون کې بستر کړ.

اقبال تر درېيو ورځو وروسته په روغتون کې په هوش راځي، بيا په افغانستان کې له خپل بل تره سره اړيکه کوي، څو ترکيې ته له ده سره تللي تره يې ته احوال ورکړي.

ده وويل: " تره مې بيا روغتون ته راغی، تر څه وخت وروسته روغ شوم، يو نيم کال په ترکيه کې پاتې شوم خو نه په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ او نه هم د ترکيې هېواد راسره مرسته وکړه چې هلته قبولي راکړي، څو ژوند وکړم نو اړ شوم چې بېرته افغانستان ته راشم."

ده وويل، څو مياشتې کېږي چې افغانستان ته را ستون شوى خو اوس يې وجود نيمګړى دى، د پخوا په شان نه دى، نړۍ يې ويجاړه شوې ده.

حفيظ الله: کله مې چې ولېد د اقبال لاس پرې شوى، نور پر ځان پوه نه شوم

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه