جلال اباد (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د ننګرهار کانال د ۴زره هکتاره ځمکې خړوبېدو په موخه د ۱۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې پنځه پروژې پلې کېږي.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير عبدالقهار حيدر وايي چې ياد لګښت د اسيايي بانک له خوا ورکول کېږي.
هغه زياته کړه چې دا پروژې به په راتلونکو لسو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او په دوامداره توګه به په یو ساعت کې ۱۳ سوه متره مکعب اوبه ورکړي .
حيدري وايي، د اوبو رسولو دا بمبې به درې یې د کانال شرکت په لومړي پمپ سټېشن کې او پاتې دوه نورې به په دویم پمپ سټېشن کې نصب شي چې د څه باندې یو مېګاواټ لمریزه برېښنا په برابرېدو سره به شاوخوا ۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او حاصلاتو ته چمتو شي .
د هغه په وينا، نوو جوړېدونکو پمپونو ته یې ساحې په نښه کړې او ژر به یې عملي چارې پیل کړي.
د اسیايي پراختیايې بانک د انجنیرۍ څانګې مسوول انجنير نصیب الله رسولي وايې، د دغو پنځو لمریزو پمپونو مالي لګښت د اسیايي پرامختیايي بانک ورکوي.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د کوټ ولسوالۍ د هیبت خېلو او اسدخېلو په سیمو کې د نهه نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه روغتیایي مرکز لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې بشپړې شوې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې انجنير امان الله میاخېل وایي، دغه روغتیایي مرکز د کلیو پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا پروګرام د ماليې وزارت له بودجې د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
هغه پژواک ته وويل، یاده ودانۍ د ناروغانو لپاره ۸ خونې، ۴ تشنابونه او د احاطې دېوال لري چې د جوړېدو په برخه کې لس سلنه ولسي ونډه هم شامله ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










