منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د کرونا د مخنيوي لپاره د اوربند غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د افغانستان حکومت د اروپايي ټولنې د هغه وړانديز هرکلى کړی چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او مبارزې لپاره يې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبيا پرون په ټويټر کې ليکلي وو چې هر وګړی له کرونا ويروسه د خوندیيوب حق لري او د دغه خونديتوب لپاره بايد په لومړي ګام کې په افغانستان کې اوربند وشي.

نوموړي دغه راز سپارښتنه کړې چې پر مرستندويه توکو دې ماليه ختمه او اغېزمنو سيمو ته دې د  بشپړ لاسرسي او امنيت تضمين وشي.

د ولسمشر سلاکار او د ستراتيژيکو اړيکو د ادارې عمومي رييس وحيد عمر د کب په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرونا د مخنيوي په موخه  د اروپايي ټولنې له خوا د اوربند د غوښتنې هرکلی کوي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان حکومت هم له طالبانو غواړي چې د بشري ارزښتونو لپاره اوربند اعلان او جګړه ودروي.

وحيد عمر وويل، د کرونا ناروغۍ له امله د هېواد حالت کړکېچن لوري ته روان دى، که چېرې اوربند اعلان شي نو حکومت او د عامې روغتيا وزارت به د دوی تر واک لاندې سيمو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په وينا، حکومت حاضر دی د کرونا ناورغۍ د مخنیوي او پر يادې ناروغۍ  د طالبانو د ناروغانو درملنه وکړي.

هغه پرطالبانو غږ وکړ چې په ولايتونو کې دې روغتيايي مرکزونه نه تړي څو خلکو ته روغتيايي خدمتونو وړاندې کړي.

د يادونې ده، په افغانستان کې تر اوس مهاله پر کرونا ناروغۍ ۲۲ کسان اخته او ۴۵ نور شکمنې پېښې  تر څېړنو لاندې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په ٢٣ ولايتونو کې ٣٤٠ شکمنې پېښې ثبت شوې چې په اوو کې ٢٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين ويلي چې  په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره له نړيوالو روغتيايي موسسو او د روغتيا له نړيوال سازمان سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.

هغه دغه راز دوی د خپلو زرګونو بندیانو د خوندیتابه په برخه کې هم له نړيوالو بشري او روغتيايي ادارو خاصه پاملرنه غواړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست