جلال اباد (پژواک، ٢٨ کب ٩٨): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ١٠٧ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د بيارغونې ځینې پروژې پيلېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند په شپږم ګذر کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري بشپړېږي.
هغه زياته کړه چې پر دې پروژو ۱۰۷ ميليونه او ديارلس زره شپږ سوه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
خوږياڼى وايي چې په دې پروژو کې د سړکونو، پلیو لارو، د ويالو پر سر د جاليو لګولو او پلچکونو جوړول شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۹۲۵ مترو سړکونو، ۱۷۴۱ متره ويالو پر سر جاليو اچولو، يوولس پلچکونو او ۱۸۰۲ متره پلو لارو جوړول شامل دي.
دى وايي چې په يادو پروژو کې ۱۱۵ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او له دې پروژو څخه ١٧٥٠ کورنۍ ګټه اخلي.
د ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکى محمد رفيق وايي چې د دوى سړکونه او پلې لارې خرابې وې او د بارانونو پر مهال به د سيمې اوسېدونکي له ستونزو سره مخ وو.
هغه له حکومته د مننې ترڅنګ وويل چې دې پروژو سره به يې يادې ستونزې هوارې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










