منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حکومت دې له ننګرهاريانو سره د برېښنا بند جوړېدو ژمنه پوره کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د برېښنا بند جوړېدو په برخه کې کړې ژمنه عملي کړي.

دوی وايي، نور دې د وارداتي سوالي برېښنا پر ځای خپل بندونه جوړ شي او دوی دې د برېښنا له سوال څخه وژغوري.

حکومت، په ځانګړي توګه ولسمشر اشرف غني په ځلونو له ننګرهاريانو سره ژمنې کړې چې دلته به د برېښنا بندونو په جوړېدو سره ننګرهاريان له خپلې برېښنا برخمن کړي.

اوس مهال دغه ولايت ته له مرکز کابله وارداتي برېښنا راغلې چې ډېر کله د ناامنيو پېښو او طبیعي افتونو له امله قطع کېږي او ننګرهاريان په ورځو ورځو بې برېښنا وي.

جلال اباد ښاریان وایي، کلونه کېږي د برېښنا له کموالي سره مخ دي، خو لا تر اوسه یې دې ستونزې ته نه مرکزي او نه ولایتي ادارې د حل په برخه کې د پام وړ کار کړی دی.

ښاریان وایي، په ځلونو یې د برېښنا ستونزه تر مسوولو ادارو رسولې خو له ژمنو پرته ورسره په یاده برخه کې څه نه دي شوي.

مدني فعال او د ننګرهار ولايت اوسېدونکی عبدالسلام رسولي وايي، له حکومت غوښتنه کوي چې په ننګرهار کې د بریښنا د دایمي حل په برخه کې د دې ولایت پر سیندونو د برېښنا بندونه جوړ کړي.

دغه راز د جلال اباد ښار يو سوداګر خان زاده افغان هم پژواک سره خبرو کې وويل، د دايمي برېښنا نه شتون دلته سوداګرو ته هم ډېرې ستونزې جوړې کړې؛ ځکه د برېښنا قطع کېده يې د فابريکو کارونه ځنډوي او له امله ورته زيان رسېږي.

په ورته مهال د ننګرهار ولایتي چارواکي هم په دې ولایت کې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې مني او وایي، د برېښنا د کمښت له امله په دغه ولایت کې د تولیدي فابریکو فعالیتونه ټکني شوي دي.

والي شاه محمود مياخېل وايي، ننګرهار ته د ولسمشر د وروستي سفر پرمهال يې هم هغه نه غوښتنه وکړه چې د دې ولايت له خلکو سره د برېښنا بند جوړېدو په برخه کې شوې ژمنې دې پوره شي.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال يوازې د دغه ولايت سوداګرو ته ۱۱۰ ولټه برېښنا ورکړل شوې؛ خو د دوی اړتيا ۲۲۰ ولټه ده چې دوی ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

جلال اباد ښاریانو او سوداګرو له دې وړاندې هم د برېښنا له کموالي شکایتونه کړي او په دې برخه کې یې پر ولایتي او مرکزي حکومت توندې نیوکې هم کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه