جلال اباد (پژواک، ۶ وری ۹۹): د ننګرهار د کليو د پراختيا رياست له لوري د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۶ ميليونه او ۳۵۰زره افغانيو په لګښت يو شمېر رغنيزې پروژې پيل او پشپړې شوې.
چارواکي وايي، په دې پروژو کې د سړکونو، پلچکونو او ويالو جوړول شامل دي چې بشپړېدو سره به يې سلګونه کورنۍ ترې ګټه واخلي.
د ننګرهار د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست له لوري د وري په ۶مه پژواک اژانس ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو پروژو کې د کوټ اړوند د ناصرخان کلي د خلکو لپاره د ۶ ميليونه او ۱۵۰زره افغانيو په لګښت د پاکو اوبو د يوې شبکې جوړېدل شامل دي چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د يادې خبرپاڼې په اوږدو کې راغلي، دغه راز د نواباد کلي لپاره د يو کانکريټي سړک، لاغرجو کلي لپاره د يو جومات، ميرو کلي لپاره د يو استنادي دېوال بنسټ ډبرې کېښودل شوې چې شل ميليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو بودجه د کليو د پراختيا وزارت د سيمه ييزې پراختيا او روغتيا ساتنې ملي برنامو له لارې ورکړل شوې ده چې په جوړېدو سره به يې زرګونه کورنۍ ګټه ترې پورته کړي.
د ننګرهار د کليو پراختيا رياست په خبرپاڼه کې دا يادونه هم شوې چې کوټ ولسوالۍ کې په ۱۳۹۸ کی ياد ریاست له لوري ۵۸ اشاريه شپږ میلونه افغانیو په لګښت ۱۳ پروژې بشپړې او له ۲۶۳ میلونه افغانیو په ارزښت ۵۹ پروژو چارې اوس هم روانی دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










