ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کابل ښار څخه  پر نشه يي توکو روږدي ۴۰۰ کسان ټول شول

له کابل ښار څخه پر نشه يي توکو روږدي ۴۰۰ کسان ټول شول

author avatar
29 Mar 2020 - 16:51
له کابل ښار څخه  پر نشه يي توکو روږدي ۴۰۰ کسان ټول شول
author avatar
29 Mar 2020 - 16:51

 کابل(پژواک، ۱۰وری۹۹): د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونه وايي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو پر نشه يي توکو روږدي ۴۰۰ کسان ټول کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني نن پژواک ته وویل، دغه کسان یې د کابل ښار له درېیمې، پنځمې، شپږمې او دیارلسمې حوزو را ټول کړي دي.

هغې زیاته کړه: ((موږ د هېوادوالو د سلامتۍ او روغتیا لپاره هېڅ اقدام نه سپموو.))

دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت تېره جمعه په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې یاد وزارت تصمیم لري چې د کابل ښار له سیمو پر نشه يي توکو روږدي کسان ټول کړي.

کرونا ویروس چې شاوخوا درې میاشتې مخکې د چین په اووهان ښار کې خپور شو تر اوسه د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

په لومړۍ میاشت کې ډېری چینایان په دې ناروغۍ اخته او یو شمېر کسان یې مړه کړل، خو چین اوس یاده ناروغي کنټرول کړې او اروپا او امرکا ته د خپرېدو په حال کې ده.

د کرونا په اړه د نړیوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، تر نن سهاره په ټوله نړۍ کې ۶۶۰ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته او ۳۱ زره کسانو یې له امله مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، په ټولیز ډول ۱۴۰ زره کسان له دې ناروغۍ بېرته جوړ شوي او عادي ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، په امریکا کې تر ننه ۱۲۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته او ۲۲۰۰ کسان یې مړه کړي دي.

 دغه راز په چین کې ۷۲ زره کسان په دې ناروغۍ اخته او ۳۲۰۰ کسانو ددې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی، په اېټالیا کې له ۹۲ زرو ډېر کسان پرې اخته او له ۱۰ زرو ډېر  مړه شوي.

له هغه وروسته په اسپانیا، جرمني او ایران کې هم زرګونه کسان پر دې ناروغۍ اخته او په یاد هر هېواد کې تر دوو زرو ډېر کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم تر اوسه ۱۲۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، درې کسانو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور بېرته جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.