کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د جمعیت اسلامي شورا رهبري د حکومت له خوا د سولې بهیر لپاره د مذاکراتي پلاوي د ملاتړ ترڅنګ له حکومته غوښتي څو په مذاکراتو کې د داخلي سیاسي جنجالونو د حل لپاره اساسي قانو تر پښو لاندې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت درې ورځې مخکې د ملي امنیت د پخواني رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ، خو طالبانو ویلي چې دغه ټېم ټولشمول نه دی.

د افغانستان د جمعیت شورا رییس سید ابراهیم عماد نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوي ملاتړ وکړ او ویې ویل: «ملي ګټو ته پر حزبي، قومي او سمتي ګټو ارزښت ورکوو، که دغه پلاوی ګټور نه و، کېدای شي په بل پړاو کې په کې بدلونونه راشي.»

هغه یاد پلاوی ټولشمول وباله او زیاته یې کړه: «که طالبان ځان د افغان ملت برخه بولي، بهانې دې نه لټوي او د دښمنانو په پټو او ښکاره اشارو د خبرې نه کوي، د دولت له پلاوي سره د خبرې وکړي، له دې پرته د خلکو دښمنان دي او پر واړندې به یې مابارزه وشي، خلکو په دې لړ کې قرباني وکړې او تیار دي چې بیا ځلې هم قرباني ورکړي.»

هغه همداراز د طالبانو له ډلې وغوښتل څو د تلپاتې سولې او څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره مرسته وکړي او په هغه صورت کې چې پلاوي مذاکرات مخې ته نه شووړلای، بدلون به په کې رامنځته شي.

عماد د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې ځان یې ولسمشر اعلان کړی، ترمنځ سیاسي اختلافاتو ته په اشاره وویل: «د جمعیت شورا رهبري د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړوونکي ټېم ملاتړ کړی و څو د قانون له نقض کولو مخه ونیول شي، اوس مو د دغه ټېم له رهبرانو غوښتنه دا ده چې پر خپلو وعدو عمل وکړي.»

د ټاکنو خپلوال کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته چې محمد اشرف غني یې ولسمشر اعلان کړ، خو د دې ټاکنو بل مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله دغه اعلان شوې پایلې ونه منلې او ټولشموله حکومت یې اعلان کړ او په پای کې غني او عبدالله دواړو د کب په ۱۹مه په کابل کې په یوه وخت د لوړې مراسم تر سره کړل.

که څه هم د لوړې له مراسمو وړاندې او وروسته د غني او عبدالله ترمنځ د جنجالونو د حل لپاره د افغانستان او امریکا یو شمېر استازو هڅې وکړې خو کومه پایله یې نه درلوده.

د افغانستان د جمعیت اسلامي شورا رییس وایي چې د سیاسي ناندریو د حل لپاره باید اساسي قانون تر پښو لاندې نه شي او له مغلوب ټېم څخه باج واخیستل شي.

عماد د دوو لوړو د مراسمو تر سره کول او د دوو موازي حکومتونو رامنځته کول د افغانانو پر هویت بازي وبلله او وویل چې مغلوب ټېم ته باید د کار وخت ورکړل شي خو د اساسي قانون مواد باید نقض نه شي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو له خلکو او د افغانستان له اسلامي جمهوري نظامه ملاتړ وکړي او اجازه ورنه کړي د افغانستان د خلکو قربانۍ نادیده ونیول شي.

عماد وایي چې د افغانستان د جمعیت اسلامي د شورا رهبري د حکومت تر څنګ ولاړه ده او د حکومت رهبري باید د مغلوب ټېم نامشروع غوښتنو ته سر ټیټ کړي.