منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کاپیسا او پروان کې دوې سړې خونې جوړیږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د میوو او سبو لپاره د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوې معیاري سړې خونې جوړیږي چې هره یوه به یې د ۱۵۰۰ ټنه میوې او سبو د ساتلو وړتیا ولري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو مرستیال حشمت الله غفوري وایي چې دغه سړې خونې به په دوو کلونو کې په دوه جریبه مځکه کې د ملی پراختیا شرکت له خوا د پروان د  مرکړ اړوند په ځنګل باغ او د کاپیسا په مرکز محمودراقي کې جوړې شي.

هغه وویل چې دغه سړې خونې به د میوو او سبو د پاکولو، وینځلو او بسته کولو اسانتیاوې هم ولري.

هغه زیاته کړه چې دغې سړې خونې د هغو ۱۲ سړو خونو د کار پیل دی چې د پلان له مخې به په ۱۲ ولایتونو کې جوړې شي.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې د دغو ۱۲ سړو خونو له جوړېدو وروسته به نورې سړې خونې چې هره یوه به یې د ۵۰۰۰ متریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتلو وړتیا ولري، د هېواد په ولایتونو کې جوړې شی.

د ملي پراختیایی شرکت مسوول عبدالرحمان عطاش په هغه ناسته کې چې په دې اړه پروان کې جوړه شوې وه، وویل چې د پروان او کاپیسا په یادو دوو سړو خونو کې به دېرشو، دېرشو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د پروان والي فضل الدین عیار وویل چې د پروان ډېری خلک کروندګر دي او هر کال یې ډېر کرنیز محصولات د سړو خونو د نه شتون له امله له منځه ځي، خو د یادې سړې خونې په جوړېدو سره به یې تر ډېره دغه ستونزه حل شي او و به کولای شي چې خپل محصولات بهر ته صادر کړي.

د پروان د مرکز جنګل باغ سیمې یو تن بزګر په دغه ولایت کې د سړې خونې پر جوړېدو خوښ دی او له چارواکیو غواړي چې دغه سړه خونه په معیاري بڼه جوړه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه