چاریکار (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې درې تنه پاڅونوال او څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اووه طالبان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه نښته نن غرمه مهال د تګاب ولسوالۍ په ناوه کلي رامنځته شوه.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو هم په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې، وایي دغه نښته وروسته له هغه رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوستو ډله ییز برید وکړ.
په دغې خبرپاڼه کې هم راغلي چې په یاده نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









