منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

میدان وردګو کې د ۱۸۰میلیونه افغانیو په لګښت یوه سړه خونه جوړیږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

  ميدان ښار(پژواک، ۱۷ وری ۹۹): په ميدان ښار کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۵۰۰ مټريک ټن ميوو او سبو سړه خونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختيا د عملياتي او ملاتړ ادارې د پروژو د انسجام د څانګې مشر وحيدالله محمود نن په ميدانښار کې د يادې سړې خونې د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې خبريالانو ته وويل چې ددغې سړې خونې ودانۍ په يو نيم جريب ځمکه کې جوړېږي.

دی زياتوي: (( دغه سړه خونه چې د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې جوړېږي د ۱۵۰۰ مټريک ټن ميوو او سبو د ساتنې ظرفيت لري، د دوو کلونو په اوږدو کې د ۱۸۰ ميليون افغانيو په لګښت جوړېږي چې د غريبې طبقې بزګرانو په ګټه به وي.))

د ده په وينا، په دې سړه خونه کې اداري خونې، د بسته بندۍ ځای او د ساتونکو لپاره هم اړين ځايونه په پام کې نيول شوي دي.

د ميدان وردګو والي عبداليمين مظفرالدين هم د يادې سړې خونې جوړېدل د ميدان وردګو ولايت لپاره يو ستر بنسټيز کار وباله او پر مرکزي ادارې يې غږ وکړ چې ميدان وردګ کرنيز ولايت دی او ډېرو سړو خونو ته اړتيا لري.

د ميدان وردګو د کرنې رياست مشر وليد احمد تسل هم د دغه کار ستاينه وکړه، خو زياته يې کړه چې ميدان وردګو يو کرنيز ولايت دی او ډېرو سړو خونو ته اړتيا لري.

د ده د معلوماتو له مخې، په ميدان وردګو کې هر کال په منځنۍ کچه ۱۲۰ زره ټن مڼې، ۹۰ زره ټنه زردالو او په سلګونو زره ټنه نورې مېوې او سابه تولیدېږي.

دی زياتوي، دا مهال په ميدان وردګو کې د يوې شخصي سړې خونې په ګډون درې سړې خونې جوړې شوي چې د نږدې ۱۸۰۰ مټريک ټنه ميوو او سبو د ساتنې ظرفيت لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه