ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان خپل تخنیکي ټیم بیرته له کابله ور غواړي

طالبان خپل تخنیکي ټیم بیرته له کابله ور غواړي

author avatar
7 Apr 2020 - 22:01
طالبان خپل تخنیکي ټیم بیرته له کابله ور غواړي
author avatar
7 Apr 2020 - 22:01

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹): د طالبانو د قطر دفتر وایي چې د بندیانو خوشې کول په یوه او بله بهانه ځنډول کیږي او په کابل  کې ددوی تخنیکي ټیم نور په دې تړاو کې خبرو اوناستو کې ګډون نه کوي او بیرته یې راغواړي

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین نن ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې د دوی د بندیانو د کمیسیون یو تخنیکي ټیم د بندیانو د تصدیق او تثبیت په موخه کابل ته لیږلی و.  

هغه زیاته کړې، د لاسلیک شوې توافقنامې او شوې ژمنې سره سم د بندیانو خوشې کیدل پیلیدونکي و، خو له بده مرغه د بندیانو خلاصون تر اوسه په یوه او بله پلمه ځنډول شوی دی.

شاهین ویلي : ((له همدې امله، له نن څخه زموږ تخنيكي ټیم له اړوند جهتونو سره په نورو بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي. ))

نوموړي مقابل لوري پر سرغړونو تورنوي او وایي چې دوی خپل ټیم بیرته راغواړي. خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو دغه درې کسیز تخنیکي ټیم تیره اونۍ د نړیوال سره صلیب په موټرو  کې د کندهار له ارغستان ولسوالۍ څخه کابل ته راغلی و.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي وو، چې د افغانستان دولت دطالبانو د ټیم کوربه توب کوي، خو طالبانو بیا ویلي وو، چې په کابل کې د قطر سفارت ددوی کوربه دی.

بلخوا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر متین بیګ پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان غواړي لومړی هغه ۱۵ لوړ پوړي قوماندانان یې خوشې شي چې په لویو خونړیو بریدونو کې یې لاس درلود، خو افغان حکومت دا نه شي منلی.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه بندیان د مارچ په ۳۱مه ( د وري په ۱۲مه) خوشې شوی او افغان حکومت ویلي وو، چې په لومړي پړاو کې به سل طالب بندیان خوشې شي.

خو د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې د بندیانو خوشې کول د تاوتریخوالي کمولو سره مشروط دی خو په ضمن کې یې دا هم په ډاګه کړې چې دوی به د بندیانو د خوشې کولو  په تړاو د ولسمشر فرمان عملي کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.