منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار خوږیاڼو کې ۱۶۰ متره اوږود پول جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وری ۹۹) : د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت استحکامي پول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د والي ویات عطاء الله خوږیاڼي د وري په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې پول د پرانستلو لپاره والی شاه محمود میاخیل له یو شمیر رییسانو سره یادې ولسوالۍ ته تللي وو.

میاخېل  وویل، یاد پول د سړکونو د ساتنې ملي ادارې له لورې د ۱۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اته میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی چې ۱۶۰ متره اوږدوالی او اووه متره سور لري .

نوموړي زیاته کړه،اته میاشتې وړاندې یې د سیمې خلکو سره د یاد پول د جوړیدو ژمنه کړې وه چې د سکتوري خدمتونو او د سړکونو د ساتنې رئیسانو د تعقیب او د سیمې د خلکو په مرسته یې جوړ او نن یې ګټې اخیستنې ته وسپاره .

هغه زیاته کړه،د سړکونو،پولونو او نورو عامه ځآیونو په ورانولو او جګړه کې د وطن هیڅ ګټه نشته او هیله یې وښوده چې په هېواد او سیمه کې تل پاتې با ثباته سوله  رامنځته شي .

د ننګرهار ولایت د سړکونو د ساتنې ادارې رییس انجینر حامد ضیا وویل، یاد پول یې یې د وزارت له بودیجې څخه  جوړ کړی چې ژر به یې دواړو خواو ته استنادي دیوالونه هم جوړ کړي .

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې د حلقوي سړک د چارو د پیل کېدو په موخه هم پلان جوړوي،ترڅو بېلابېلې ولسوالۍ سره وتړل شي او خلکو ته د تګ راتګ سهولتونه برابر شي .

د وزیرو سیمې قومي مشر ملک حسن خان د ننګرهار والي څخه مننه وکړه چې ژمنه یې ورسره عملي کړي او زیاته یې کړه، چې د پول د جوړیدو وړاندې یې د سیمې خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو چې په دې برخه کې ستونزه په اساسي ډول حل شوه .

هغه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه هم وکړه او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې د امنیت په تامین کې مرسته وکړي،ترڅو پروژې ورته تطبیق شی .

د والي ویاند دغه راز وویل، کله چې دوی بیرته راتلل وسله والو پر دوی څو فیره وکړل چې له امله یې یو ملکي وګړی ټپی ، خو د  ولایت پلاوي ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه