منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د یو شمیر پروژو د پلې کولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۹) : د ننګرهار په درې ولسوالیو کې د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي د مرستې ترڅنګ د کورونو،اوبو رسولو او کانالو پروژې پیل شوې .

 چارواکي وایي، د ننګرهار کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ادارې په همغږۍ یې د WHH ادارې له لورې په کوټ، رودات او بټي کوټ ولسوالیو کې د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي مرستو ترڅنګ د شلټر،کانالونو او اوبو رسولو پروژې او روغتیایې کیټونو د ویش لړۍ پیل کړه .

په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د ولایت مرستیاله حبیبې کاکړ، د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رییس قاري نجیب الله قیومي، د حج اواوقافو رییس مولوي محمد دواد مجاهد او یو شمیر نورو مسؤلینو د یادو مرستو او پروژو د پیل د کوټ ولسوالۍ څخه  د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وکړ.

په فرهنګي او ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د یادې مرستې او پروژو په پیل کېدو خوښي وښوده او د سیمې خلکو څخه یې وغوښتل چې په تطبیق کې یې همکاري وکړي،همدا راز یې جوړې شوې کمیټې ته لارښوونه وکړه چې د مرستو لړۍ په شفاف ډول ترسره کړي .

هغې همدا راز ولسي خلکو ته د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په وړاندې عامه پوهاوی ورکړ او سپارښتنه  يې  وکړه چې له ګڼې ګوڼې ځانونه وساتي .

د دې ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس قاري نجیب الله قیومي وایي، د جرمن اګرو اکشن ادارې په شاوخوا ۴۶ میلیونه افغانیو مالي مرسته یې په کوټ،روداتو او بټي کوټ ولسوالیو کې هغه کورنیو ته چې له کډوالۍ او بې ځایه کېدو وروسته خپلو سیمو ته را ستانه شوي،پروژې پیل کړې .

نوموړي وویل، د کوټ ولسوالۍ ۲۲۳ کورنیو په ګډون به پنځه سوه کورنیو ته نغدي مرسته ورکړي چې هرې کورنۍ ته ۱۹۷۵۰ افغانیو مرستې د ورکړې لړۍ یې پیل کړه،همدا راز د لمریزې برېښنا په وسیله په کوټ ولسوالۍ کې پنځه او بټي کوټ ولسوالۍ کې یوه د اوبو رسولو شبکه جوړوي چې هره شبکه یې یو سلو اویا کورنیو څخه تر دوه سوه کورنیو پورې د اوبو رسولو ظرفیت لري .

نوموړی وایي، د یادې بودیجې څخه  په هغو سیمو کې چې اوبه نلري،د ځمکو  خړوبولو په موخه ۶ کانالونه جوړوي چې درې بتي کوټ،دوه یې په روداتو او یو یې په کوټ ولسوالۍ کې جوړیږي،همدا راز ۲۳۵ د کورونو شلټرونه جوړوي چې په کې ۱۷۳  یې په کوټ او پاتې نور یې په روداتو او بټي کوټ ولسوالۍ کې جوړیږي .

د کډوالو رئیس په وینا له یادې بودیجې څخه په ۱۱ سوه کسانو د کرونا پر ضد د مبارزې روغتیایي کیټونه هم ویشل کیږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه