ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باختر هوایي شرکت الوتنې به ژر بېرته پیل شي

د باختر هوایي شرکت الوتنې به ژر بېرته پیل شي

author avatar
18 Apr 2020 - 10:55
د باختر هوایي شرکت الوتنې به ژر بېرته پیل شي
author avatar
18 Apr 2020 - 10:55

کابل(پژواک،۳۰وری۹۹): باختر دولتي هوایي شرکت به ژر ولایتونو ته بېرته خپلې الوتنې پیل کړي.           

په هغه خبرپاڼه کې چې د ملکي هوایي چلند ادارې له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې، راغلي چې ددغې ادارې د هر اړخیزو هڅو له امله به باختر هوایي شرکت ډېر ژر د هېواد لرې پرتو ولایتونو ته الوتنې پیل کړي. 

یاده اداره وایي چې د باختر هوایي شرکت د بیا فعالیدو طرحه د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري منظور شوې او د یو دولتي هوایي شرکت په توګه به ژر د اریانا افغان هوايي شرکت تر چتر لاندې خپل فعالیت بیا پیل کړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي:(( ددغه شرکت له بیا فعالیدو موخه د یوه معیاري دولتي شرکت فعالېدل دي، چې د ولایتونو ترمنځ او دغه راز لرې پرتو ولایتونو ته د ترانسپورټ په برخه کې فعاله برخه لرل او خلکو ته اړین خدمتونه وړاندې کول دي.))            

د سرچینې په خبره، که د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي محدودیتونه نه وای، نو اوس به دغه شرکت عملا خپل فعالیتونه پیل کړي وای.   

باختر هوایي شرکت په ۱۳۴۵کال کې فعالیت پیل کړ او کلونه یې د اریانا افغان هوایي شرکت ترڅنګ د هېواد دننه د مسافرینو په لیږد کې فعاله ونډه درلوده، خو د کورنیو حګړو پرمهال یې فعالیت ودرېد.  

اوس مهال اریانا او کام ایر هوایي شرکتونه کورنۍ الوتنې لري، چې ډېر ژر به باختر هوایي شرکت هم د یادو دوه شرکتونو ترڅنګ فعالیت پیل کړي.   

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.