منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د میدان شنه دره پسرلي نوره هم ښکلې کړې، خو جګړو یې له خلکو خوښۍ اخیستې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

ميدانښار(پژواک، ۶ غويی ۹۹): شهبازخان، د میدان په شنه او ښکلې دره کې له خبریال سره د دغې سیمې د ناامنیو په اړه مرکه کوله چې ناڅاپه ډزې پیل شوې او دواړو له وېرې ویالې ته ځانونه وغورځول.

دغه ډزې، د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند د "ده افغانانو" سیمه کې د دولتي ځواکونو پر یوه پوسته وسله والو طالبانو وکړې او هغه مهال یې زور واخیست چې دولتي ځواکونو هم ځوابي ډزې پیل کړې

د ميدانښار د فولادخانې سيمې یو بزګر شهبازخان په داسې حال کې چې د ځان ساتلو په موخه له ما (خبریال) سره یو ځای په ویاله کې پټ و، وویل:«دا زموږ ژوند دی او دا مو حالت؛ هر ورځ موږ بېل او چارۍ په پټيو کې پاتې وي او موږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره کورونو ته په منډو يو.»

ډزې لږ کمې شوې، نو ځکه مو د شهبازخان په غوښتنه هڅه وکړه چې له ویالې نه د هغه کور ته ولاړ شو، خو له ویالې څو متره لرې نه و تللي چې بیا ډزو زور ونیو او څو ګولۍ زموږ په شاوخوا کې ولګېدې.

کله چې په منډه منډه راورګرځېدو او بیا ویاله کې پټ شوو، شهباز په داسې حال چې ستړي، ستړي نفسونه یې ایستل وویل:«نور مو له ژونده زړه تور دی، له ملک او جايداده مو زړه تور دی؛ قسم په خدای (ج) نه طالب پر موږ رحم کوي او نه حکومت، له چا ګيله وکړو او چاته ګيله وکړو.»

دغه نښته اوږده نه وه، ډزې بندې شوې، خو شهبازخان ویل:" ډزې ودرېدې، خو هره شېبه یې بیا د پیل کېدو امکان شته، یواځې دلته نه، سړک ته نږدې کلي ټول له دې مصیبت سره مخ دي."

د میدان په دره کې د کابل – کندهار لویه لار تېره شوې ده.

شهبازخان وایي، پر دغه لار ډېر کلي پراته دي او اوسېدونکي يې له ورته ستونزو سره مخ دي.

جګړو نه یواځې شهبازخان، بلکې د دغې سیمې نور خلک هم تر پزې رسولي دي.

عصمت الله چې د مڼو په بڼ کې يې حيواني سره شندله، وویل :«ورورکه! په ميدان کې د جګړو له امله له خلکو ژوند پاتې دی.»

هغه وایي، چې څو ورځې مخکې د دولتي ځواکونو ګزمه چې د میدان اړوند د کشمیري کلا سیمې ته ورسېده، د ابراهيم خېلو پر سیمه يې د دهشکې ډزې وکړې چې له امله یې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړ.

د ده په وینا، د جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ډېر بې ګناه انسانان وژل شوي، خو له دې امله چې په دغه ولایت کې خبریالان نشته، خبرونه یې نه خپریږي.

د ده افغانانو د سیمې بل اوسېدونکی شریف الله هم له جګړو سرټکوي، وایي:«وروره! جګړو نور په سر اخيستو يو، نه سهار معلوم وي، نه غرمه او نه هم شپه؛ هر ورځ مو د پټي د کر کيلې وسايل په پټو کې پاتې وي او موږ کورونو ته په منډو يو.»

ده هلته له کښت پاتې پټیو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې ځینې خلک د جګړو له وېرې کر کېله هم نه شي کولای.

دی زیاتوي:"هره ورځ طالبان پر پوستو بريدونه کوي او حکومتي ځواکونه هم په مقابلو ‌ډزو پيل وکړي، دا نه ګوري چې دلته ملکي بې ګناه کسان شته او که نه."

هغه د پژواک خبري اژانس خبريال ته په خطاب کې وويل:« وروره! موږ خو مجبور يو، پر تا ځان تاوان ده چې دلته راغلی يې؛ که جګړه ونښته نو بيا به وګورې چې څومره د حافظ غونډاري باديږي!»

د کشميري کلا یو اوسېدونکی برهان جان وايي:«يو جريب ځمکه لرم، يوه مې غوا ده، شېدې يې خرڅوم او د خپلو شپږ سره اولاد نفقه پرې برابروم؛ خو هر سهار چې پټي ته ځم، کور ته د بيا راتګ تمه مې نه وي.»

میدان کې د علم کوريو د سيمې اوسېدونکی عطاالله وايي:«همدا چې نهه يا نهه نيمې بجې شي هر کس خپل کور ته ځانونه رسوي، ځکه له تورو تيږو چې د ګزمې تاڼکونه راتېر شي نو د دهشکې ميلونه پر پټيو راکوز کړي او ډزې کوي.»

هغه زیاتوي:« کله چې طالبان ورته په کمين کې ناست وي، خو موږ ګيله نه کوو، دا چې طالب هم نه وي، جنګ هم نه وي؛ نو ظالمانو ولې ډزې کوئ او بېګناه انسانان ازاروئ.»»

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د میدان وردګو ولایت له چارواکو سره خبرې وکړي، خو سره له دې چې دوه ځله یې د مرکې ژمنه وکړه او د پژواک خبریال هم میدان ښار ته ورغی، خبرو ته حاضر نه شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه