کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹): د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په مالي لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند په دې اړه نیول شوو مراسمو کې وویل، یاد روغتیایي مرکز د ښار جوړونې وزارت له لوري د ۱۵ میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په مالي لګښت د یو کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی چې د بډیالۍ سیمې خلکو ته به په کې د روغتیا اړوند لومړني خدمات وړاندې شي.
هغه د سیمې خلکو او د روغتیایي مرکز مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ودانۍ ساتلو او په کې د ښه چاپېریال جوړولو په برخه کې د مسوولیت له مخې مرسته او همکاري وکړي.
د عامې روغتیا ریيس نصیر احمد دراني وویل، د بډیالۍ په روغتیایي مرکز کې به د مور او ماشوم د ساتنې، واکسین، داخله او ټولې هغه څانګې فعالې کړي چې یو روغتیایي مرکز کې ورته اړتیا لیدل کېږي.
دغه راز زیاته یې کړه چې ادا تطبیق کوونکي ادارې ته یې لارښوونه کړې چې ژر تر ژره ورته طبي او اداري کار کوونکي پر دندو وګوماري.
د ننګرهار د ښار جوړونې ادارې سرپرست انجینر عبدالباسط ډاډ ورکړ چې یاد مرکز یې د انجینري په معیارونو برابر جوړ کړی او د چارو پر مهال یې ترې وخت په وخت څارنه ترسره کړې ده.
د یادونې ده، تېره ورځ په بي بي فاطمة الزهرا روغتون کې هم یو شمېر برخې جوړې شوې او د ځینو یې کارونه پیل شول.
login or register a new account.