کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹): د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» برنامې چارې پیل شوې.
د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ۱۳.۷ میلیارده افغانیو په لګښت د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت» طرحې له منظورۍ وروسته په کابل، هرات او دایکنډي ولایتونو کې د دې طرحې د عملي کېدو چارې پیل شوې دي.
سرچینې زیاته کړه، د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحې عملي کېدو چارې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د کابل والي محمدیعقوب حیدري او د پراختیایي شوراګانو استازو، یو شمېر بزګرانو او بڼوالو له خوا د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو.
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل: «د دې طرحې په پلې کولو سره په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور تولیدېږي څلور زره او ۳۳۲ ممیز خونې جوړیږي.»
حشمتالله غفوري دغه راز زیاته کړه: «د دې طرحې په پلې کولو سره لږ تر لږه ۵۰ سلنه هغه کرنیز محصولات چې صادرېدل مدیریت کېږي. په دې معنا چې دننه په هېواد کې د ۵۰ سلنه تازه محصولاتو د خوسا کېدو مخه نیول کېږي او ۵۰ سلنه نورو ته مو هم چمتووالی نیولی دی لکه له بهره د محصولاتو د خلاصو وارداتو منع کېدل او داسې نور.»
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل چې د دې طرحې پلې کېدل نږدې ۲۵۰زره کسانو ته د اوږدمهال او لنډمهالې دندو زمینه برابروي. ټاکل شوې چې دغه طرحه په ټولو ولایتونو کې پلې شي.
په همدې حال کې د کابل والي محمدیعقوب حیدري هم د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحې پلې کېدا پیل او هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرول وستیال او ویې ویل چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوالو، په ځانګړې توګه بزګران د هغوی د محصولاتو خوسا کېدو له امله اندېښمن کړي وو.
حیدري وویل: «که وضعیت، محدودیتونه او قرنطین ادامه پیدا کړي، زموږ یوه اندېښنه دا ده چې کرنیز تولیدات مو له منځه ځی او خوسا کېږي خو د کرنې وزارت ډېره ښه وړاندوینه وکړه او پر وخت او معقول چمتووالی یې ونیو، څو چې زموږ د کرنیزو تولیداتو راټولولو وخت را رسېږي، ممیزخونې او سړې خونې هم جوړېږي.»
دغه راز نن په هرات کې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت» طرحې عملي کېدو چارې په هغې غونډه کې چې په کې د هرات والي او د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو شتون درلود، پیل شو.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني وویل، د دې برنامې له لارې ټاکل شوې چې د دوو میاشتو په ترڅ کې سلګونه ممیزخونې او د پيازو ساتلو زېرمې جوړې شي.
هغه دې غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغه ولایت پر یو شمېر بزګرانو، په ځانګړې توګه پر بزګرو مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه هم وېشل کېږي.
دغه راز په دایکنډي ولایت کې هم یاده برنامه د والي او سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوه.
login or register a new account.