منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسي جرګه د حکیم الکوزي درمل څېړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹): د ولسي جرګې رییس د دې جرګې د روغتیا کمېسیون ته دنده سپارلې څو د هغو درملو چې د یوه یوناني طبیب له خوا جوړ شوي او ځینو خلکو د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ترې استفاده کړې ده، څېړنه وکړي.

په نړۍ او افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د ډېرېدو په ترڅ کې په دې وروستیو کې یوه طبیب د کرونا ضد درملو له جوړولو خبر ورکړی او سلګونو کسانو دغه درمل به وړیا ډول ترلاسه کړي خو تر اوسه د عامې روغتیا وزارت د دغو درملو صحت نه دی تایید کړی.

دغه درمل حکیم الکوزي چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، جوړ کړي او پر کرونا اخته ناروغانو ته یې وړیا ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر کرونا اخته ډېری ناروغان ادعا کوي چې د دغو درملو له خوړلو وروسته روغ شوي دي.

د عامېروغتیا موظف پلاوي چې څو ورځې مخکې یې د حکیم الکوزي له کلینیکه لیدنه وکړه،ویلي چې د دغه کلینیک فعالیت د یادو درملو تر څېړلو پورې بند شو، خو ویل کېږي چېحکیم الکوزي د درملو وېش ته دوام ورکړی دی.

د کندهار د خلکو وکیل سیداحمد سېلاب د جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، دحکیم له خوا جوړ شوي دغه درمل زرګونو کسانوخوړلي او ناروغانو ویلي چې د دغو درملو په خوړو سره روغ شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((د دې پر ځای چې د عامې روغتیا وزارت دغه درمل په تخنیکي ډول وڅېړي، د حکیم په سپکولو پورې یې را اخیستې ده.))

د نوموړي په خبره، د حکیم درملو خلکو ته هیله پیدا کړې ده، خو د عامې روغتیا وزارت چمتو نه دی ویې څېړي چې دکرونا لپاره اغېزناک دي او که نه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د کرونا ویروس وژونکی وباله او ویې ویل، کوم درمل چې د یاد طبیب له خوا جوړ شوي، ودېڅېړل شي، څو معلوم شي چې اغېزناک دي او که څنکه.

هغه د دې جرګې د روغتیا کمېسیون ته دنده وسپارله چې یاد درمل د عامې روغتیا له وزارت سره په همکارۍ تر څېړنې لاندې ونیسي.

د نوموړي په خبره، که دغه درمل مثبت ثابت شي، د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه کېدای شي او باید د طبیب ملاتړ وشي، څو له دغو درملو په استفادې ټول نړیوال وژغورل شي.

هغه د دې جرګې له یاد کمېسیونه وغوښتل څو هر څو ژر په دې اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او د هغو راپور د جرګې له تالار سره شریک کړي څو په اړه یې پرېکړه وشي.

په داسېحال کې د کابل ځیني ښاریان چې له دغو درملو یې استفاده کړې ادعا کوي چې ورسره روغ شوي دي.

د کابل ښار د اتمېناحیې اوسېدونکی ادعا کوي چې د الکوزي درمل ده او کورنۍ یې استفاده کړي او ټول له کرونا ښه شوي دي.

د یادونې چې هره ورځ زرګونه خلک په کارته مامورین کې د الکوزي کلینیک ته د درملو ترلاسه کولو لپاره ورځي.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکي ادریس پژواک ته وویل چې درېورځې پرله پسې د درملو ترلاسه کولو لپاره د الکوزی کلینیک ته ورغی خو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ونه توانېد چې درمل ترلاسه کړي.

بلخوا سلګونو خلکو په خواله رسنیو کې لیکلي چې د الکوزي د درملو له خوړلو وروسته روغ شوي دي.

دا پهداسې حال کې ده چې کرونا په هېواد کې په خپل ټول قوت د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه ۱۷۲۵۰ کسان پرې اخته شوي، ۲۹۴ مړه اوشاوخوا ۱۴۰۰ روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا