منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال اباد ښار کې د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹) : د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د يوولس ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ګڼ شمېر سړکونو، ويالو، پولګوټو او استنادي ديوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.

د ولسي تړون ملي پروګرام مطبوعاتي مسوول اميد کيهان د غبرګولي په ۱۹مه، پژواک اژانس ته  وويل، چې د اتمې ناحيې اړوند د ټغرو دويمې شورا له لوري په دې سيمه کې د ۸۱۲ متره په اوږدوالي سړک، ۵۸۳ متره ويالې او د ۵۸۵ متره په اوږدوالي استنادي ديوال او څلور پولګوټي جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د يادې ناحيې لاجګړ لومړۍ شورا سيمه کې د ۱۲۲۰ مترو په اوږدوالي استنادي ديوال، ۱۱۷۴ متره سړک او يو پولګوټی جوړيږي.

د جلال اباد ښاروالۍ سکتوري خدمتونو رئيس عبدالظهور سهاک وويل، چې دغه پروژې د ولسي تړون ملي پروګرام په ۹۰ او د ولس په لس سلنه مالي ونډې اخيستنې تطبيق کيږي.

د يادو پروژو د پرانیستې پر مهال قومي مخورو د پروژو په پرانیستې خوښي وښوده، د بيا رغونې دا کارونه يې اړين وبلل او غوښتنه يې وکړه، چې نورې پروژې هم ورته تطبيق شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه