جلال اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹): د ولسي تړون پروګرام له خوا د جلال اباد ښار دوو ناحيو کې د ۵۷ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پروژې به شپږو مياشتو کې بشپړې شي چې په مستقيمه توګه به يې ګټه ۱۵۰۰ کورنيو ته ورسېږي او سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.
د دغو پروژو پرانیسته د غبرګولي په ۲۷مه د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې وشوه او عملاً يې د يو شمېر کارونو پيل هم وکړ. په دې پروژو کې د فرعي سړکونو، پولګوټو، استنادي ديوالونو او سړک سر جاليو جوړول او دغه راز د لمريزې برېښنا په مرسته د کوڅو روښانه کول شامل دي.
په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام د مطبوعاتو مسوول اميد کیهان وويل، چې تازه پروژې د جلال اباد ښار په اتمه او نهمه ناحيه کې پرانېستل شوې چې د شپږو مياشتو موده کې به یې چارې د څه باندې ۵۷ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شي.
دی وايي، په دې پروژو کې د سړکونو جوړول، د سړکونو د غاړو جالۍ جوړول، اسنادي ديوالونو رغول او د کوڅو روښانه کول شامل دي.
هغه زياته کړه چې د پروژو په مرسته به سلګونه کسانو ته ۱۲زره کاري ورځې د کار زمينه هم برابره شي او په بشپړېدو سره به يې ۱۵۰۰ کورنيو ته مستقيمه ګټه ورسېږي.
کيهان له خلکو وغوښتل چې دا پروژې د دوی په همکارۍ سرته رسېږي، نو بايد لکه د خپل کور د کارونو په څېر يې نظارت وکړي او د بې کيفيته او قرارداد خلاف کارونو مخنیوی وکړي.
د جلال اباد ښاروالۍ سکټوري او مسلکي رييس ظهور سهاک وويل، د دغو پروژو له ډلې د ۲۹ميليونه افغانيو په لګښت کارونه په ۸مه ناحيه او د ۲۸ميليونه افغانيو په لګښت کارونه په ۹مه ناحيه کې ترسره کېږي.
دی وايي، د پروژې مالي لګښت ولسي تړون پروګرام ورکوي، ښاروالۍ يې تخنيکي همکاري کوي او چارې يې د ولسي نظارت له خوا ترسره کیږي.
د سيمې اوسېدونکي فرمان الله هم ډاډ ورکړ چې د پروژو پوره نظارت به کوي او که هر ځای کې د فساد څرک وليدل شي نو پر وخت به يې غږ پورته کوي چې مخه يې ونيسي.
نوموړي دا هم وویل، چې د دې پروژو په تطبيق سره به خلکو ته د باران او د شپې پرمهال د تګ راتګ لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
ولسي تړون پروګرام چې په کليوالي سيمو کې د کليو او پراختيا او په ښاري سيمو کې د ښارواليو په همکارۍ مخته وړل کېږي، خلک ترې ځکه تر ډېر خوښ دي چې د خلکو د اړتيا او غوښتنې پر بنسټ پروژې پلې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










