منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ختيځ په کچه د واکسين ساتلو مرکزجوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹): په ننګرهار کې د يونيسف ادارې له لوري د ختيځ زون په کچه د واکسين ساتنې مرکز لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د يوه کال په موده کې به جوړه شي.

چارواکي وايي، په دې ودانۍ دوه سوه زره ډالر لګښت راځي او په جوړېدو سره به يې د واکسين ساتلو برخه کې شته ستونزه حل شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني د غبرګولي په ۲۹مه د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو کې وويل، دا ودانۍ د پښتورګو ملي روغتون کې د ختيځ په کچه د واکسينونو ساتنې په موخه د سوړ زنځير يا COLD CHAIN لپاره جوړېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د واکسينونو ساتنې ودانۍ د يونيسف ادارې په دوه سوه زره امريکايي ډالر لګښت شاوخوا څلور بسوې ځمکه کې د يو کال په موده کې جوړيږي، چې په کې به د ختیځ په کچه بېلابېل ډوله واکسينونه په خوندي ډول ساتل کيږي.

هغه زیاته کړه چې تر دې وړاندې په حوزوي روغتون کې واکسينونو ساتنې ته يوه خونه ځانګړې شوې وه، چې په معيار برابره نه وه؛ خو نوي مرکز کې د واکسينونو ساتنې معيارونو او اُصولو ته پاملرنه شوې ده.

دی وایي د واکسينونو ساتنې مرکز پرسونل ته به ځانګړی ټريننګ ورکول کيږي، ترڅو وکولی شي خپله دنده په ښه ډول پرمخ يوسي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د کارونو د کيفيت ښه والي لپاره د دا ډول مرکزونو رامنځته کول مهمه اړتيا ده چې تر دې وروسته به ورته په ننګرهار کې ډېره پاملرنه کېږي.

نوموړي زياته کړه، همدا اوس هم دې ودانۍ ته څېرمه د دوه سوه څلور میلیونه افغانیو په مال لګښت په درې جريبه ځمکه کې د درملو او غذايي موادو د کنترول مرکز، چې په درې پوړونو کې ۴۴ خونې او اړونده ملحقات لري د جوړيدو چارې نهايي شوي او په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه