منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال اباد ښار کې د ۳۷ ميليونه افغانيو په لګښت د پروژو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲ چنګاښ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام له لوري د ۳۷ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.

چارواکي وايي، دا پروژې به په شپږو مياشتو کې بشپړې او شاوخوا ۳زره کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.   

د فرعي سړکونو، ويالو، استنادي ديوالونو او د ويالو د سر جاليو جوړولو دغو پروژو پرانېسته د چنګاښ په ۲مه د جلال اباد ښاروالۍ مسولينو وکړه.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وويل، چې دغه پروژې د ولسي تړون ملي پروګرام په ۳۷ ميليونه افغانيو مالي لګښت د اوومې ناحيې په پنځم او شپږم ګذرونو کې پلې کيږي.

نوموړي زیاته کړه، چې له يادو پروژو څخه به يې دوه په نهو مياشتو او درې نورې د شپږو مياشتو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې درې زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

په ننګرهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام مطبوعاتي مسوول اميد کيهان وايي، چې په دغو پروژو کې د ۸۵۱۳ متره فرعي سړکونو، ۴۵۱۸ متره ويالو، ۵۳۲۱ مترو ويالو باندې د جاليو اچولو او ۱۱۶۳ استنادي ديوال جوړول شامل دي.

د اوومې ناحيې قومي مشر حشمت الله د یادو پروژو پر پلي کېدو خوښي وښوده او په خپله سيمه کې يې يوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو او په يو شمېر نورو برخو کې د رغنيزو پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د دغو پروژو نظارت په ولسي کچه کوي او که هر ځای يې په کې فساد تر سترګو شي نو مخنيوی به يې وکړي.

ولسي تړون پروګرام چې په کليوالي سيمو کې د کليو پراختيا او په ښاري سيمو کې د ښارواليو په همکارۍ مخته وړل کېږي خلک ترې ځکه تر ډېره خوښ دي چې د خلکو د اړتيا او غوښتنې پر بنسټ پروژې پلې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه