منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۵ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ځیني وکیلان: دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته د باور رایه نه ورکوو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي او هر نوماند وزیر چې د دې جرګې د باور رایه ترلاسه نه کړي، حق نه لري چې د سرپرست په توګه په هغه وزارت کې کار وکړي.   

محمد اشرف غني د تېر کال د کب په نولسمه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل او ویلي یې وو چې ژر به د کابینې غړي د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني؛ خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی او ډېر شمېر وزارتونه تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.   

ولسمشر په وروستیو کې د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د باور رایې ترلاسه کولو لپاره به ژر د کابیني غړي ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.   

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې یو شمېر غړو د نوماند وزیرانو د معرفي کولو پر ځنډ نیوکې وکړې او ویې ویل، هغه نوماند وزیران چې دوه تابعیته ولري، د باور رایه نه ورکوي، خو هغه نوماندان چې دوه تابعیتونه لري په ډاګه نه شول.   

په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي وویل: ((د وزیرانو په ټاکنه کې باید قوم، طرف او ګوند موجود نه وي او هغه کسان چې تخصص او تجربه لري، باید معرفي شي((.   

هغې زیاته کړه: ((دا ځل وکیلان دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي او دا د ډېری وکیلانو پرېکړه ده، دوه تابعیته وو ته رایه ورکول د هېواد د ځوانانو او تحصیل کړو کسانو په حق کې جفا ده((.

 په یاده جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ضیا‌ء الدین ضیاء هم ورته نظر درلو او وویل: ((دوه پاسپورته نوماند وزیران د ملت او دولت په ګټه نه دي، باید هغه ځوانانو ته چې له ډېرو ستونزو سره یې زده کړې کړې، فرصت ورکړل شي((.   

په دې جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ظاهر مسرور وویل چې د جرګې ډېری غړې دې پرېکړې ته رسېدلي چې دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته به رایه نه ورکوي.   

هغه دغه راز هغه وویل چې باید له حکومته وغوښتل شي څو هغه نوماند وزیران چې د باور رایه نه شي ترلاسه کولای، باید د وزیر په توګه وزارت ته د ورتګ حق ونه لري.   

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خان اغا رضایي هم وویل: (( له اصولو سره سم، نوماند وزایران باید اول د باور رایه واخلي او وروسته خپل کار پیل کړي، اوس مهال نوماند وزیران د سرپرست په توګه خپل کارونه پیل کړي دي او د وزارت د امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې غواړي د باور رایه ترلاسه کړي((.  

خان اغا رضایي زیاته کړه: ((که کوم وزیر چې د مجلس د باور رایه نه شي ترلاسه کولای، باید اجازه ورنه کړل شي چې نور د سرپرست وزیر په توګه کار ته دوام ورکړي.))

  د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې ولسي جرګه دا ځل نوماند وزیرانو ته په پټو سترګو رایه نه ورکوي او د هغوی تخصص، مسلک او تجربه به په نظر کی نیسي.   

هغه د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: (( هغه کسان چې د داخلي دندو د اصو سره سم د نوماند په توګه معرفي کېږي باید یوازې د افغانستان تابعیت ولري، که نوماند وزیر دوه تابعیته وي، د اساسي قانون له مخې د تاسو دنده ده او تاسو یې په اړه پرېکړه وکړئ. ))

  د اساسي قانون په دوه ایایمه ماده کې راغلي: ((څوک چې د وزیر په توګه ټاکل کېږي باید دا شرطونه ولري: ۱- یوازې د افغانستان تابعیت ولري. که چېرې د کوم وزارت کاندید د بل هېواد تابعیت هم ولري، ولسي جرګه د هغه د رد یا تایید واک لري. ۲- لوړ تحصیلات، کاري تجربه او ښه شهرت ولري. ۳- عمر یې تر ۳۵ کلونو لږ نه وي ۴- د محکمې له خوا د بشري ضد جرمونو او جنایت په ارتکاب او یا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوی نه وي  ((. 

رحماني د سرپرست په توګه نوماند وزیر د کار د دوام په اړه چې د باور رایه ترلاسه نه کړي وویل: ((ولسمشر د دې جرګې د اداري له پلاوي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د باور رایې نه ترلاسه کولو په صورت کې نوماند وزیران نه شي کولای خپل کار ته د سرپرست په توګه ادامه ورکړي.  ))

هغه د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل چې له دغه اړخه اندېښنه ونه لري؛ ځکه هغه نوماند وزیر چې د باور رایه ترلاسه نه کړي، په هغې اداره کې به د سرپرست په توګه پاتې نه شي.   

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د بهرنیو چارو وزارت، پوهنې، مالیې، کانونو، اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتیا، ښځو چارو، د ملي امنیت عمومي ریاست، د ښار جوړولو وزارت او د افغانستان بانک لپاره نوماندان ټاکل شوي دي.   

تر اوسه نه ده په ډاګه شوې چې کوم شمېر ټاکل شوي نوماند وزیران دوه تابعیتونه لري، خو یوازې د پوهنې وزارت نوماند وزیرې رنګینې حمیدي ویلي چې د افغانستان پر تابعیت سربېره د امریکا تابعیت درلودونکې هم ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized