کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): عامې روغتیا وزارت په روغتونونو کې د اکسېجن د اړتیا پوره کولو لپاره له چین څخه د اکسېجن د تولید د ۵۰۰ کوچنيو ماشینونو پېرلو خبرو ورکړی، وایي چې د اکسېجن د تولید ټولې فابریکې اړې دي څو د کوید – ۱۹ په روغتونو کې د اړتیا وړ اکسېجن چمتو کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني چې نن یې په کابل کې د کابل د والي او ولسي جرګې د یوه غړي په ګډون چې په ګډه خبري ناسته کې یې ګډون درلود، وویل چې په کوویډ – ۱۹ روغتونونو کې د اکسېجن ستونزه په بشپړ ډول حل شوې ده.
نوموړي دې ته په اشاره چې ژر به د اکسېجن د تولید ۵۰۰ کوچني ماشینونه له چین هېواده وپېرل شي، وویل: «دفاع وزارت د اکسېجن ۲۰۰ خالي بالونونه او یونېسف ادارې د اکسېجن د تولید ۵۰ ماشینونه د دغه وزارت په واک کې ورکړي دي.»
نوموړي د دوو وروستیو اوونیو په لړ کې ولایتونو ته د خپلو سفرونو او روغتونونو د خدمتونو ارزونې او د کوید – ۱۹ روغتونونو اړتیاوو ته رسېدو ته په اشاره وویل: «ستونزې مو له نږدې وڅېړلې او د اړتیاوو د حل لپاره لار لټول شوې ده.»
عثماني دغه راز د کوویډ- ۱۹ روغتونونو د یو شمېر روغتیایي کارکوونکو تنخواوو کې د ځنډ په اړه نه د اندېښنو په اړه وویل: «۳۸۰ ډاکټران چې د کووید- ۱۹ رغتونونو لپاره لېږل شوي وو او د تنخواوو ورکول یې له ځنډ سره مخ شوي، تر راتلونکې شنبې به خپلې تنخواووې ترلاسه کړي.»
بلخوا د کابل والي محمد بعقوب حیدري چې په دې ناسته کې یې خبرې کولې، وویل: ((د هېواد لپاره بده ده چې په لسګونو کسان د ځنکدن په حال کې وي؛ خو اکسېجن ورته ونه رسېږي.))
هغه وویل، له بده مرغه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د روغتیایي سکټور اړتیاوې پوره نه شوې او اوس امکان نه لري چې په څو محدودو میاشتو کې دغه ستونزه حل شي.
حیدري چې د کابل ولایت د اضطراري کمېټې رییس هم دی، ژمنه وکړه چې د کابل ولایت د اضطراري کمېټې له بودیجې څخه له عامې روغتیا سره مرستې ته تیار دی.
هغه زیاته کړه: «د کابل اضطرار کمېټې د کووید – ۱۹ لپاره د رغېدونکو کلینیکونو د تجهیز په موخه شاوخوا ۲۰۰ مېلیونه افغانۍ په پام کې نیولې دي او په مجموعي ډول دغه کمېټه شاوخوا ۳۰۰ مېلیونه افغانۍ په واک کې لري څو د روغتیایې اړتیاو په پوره کولو کې له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.
د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال په دې ناسته کې وویل چې د کرونا له ویروس سره د مبارزې لپاره ولسي جرګه د حکومت په ځانګړي ډول د عامې روغتیا وزارت پر لګښتونه نظارت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاریان وایي چې د روغتیا په سکټور کې د فساد له امله، ناروغانو ته پاملرنه نه کېږي او هغوی وایي چې هغه روغتونونه چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د تداوي مسوولیت پرغاړه لري، د اکسیجن د کموالي له امله ناروغان پکې مړه کېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور تېره ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د اکسېجن له کموالي سره د روغتونونو مخامخ کېدل تایید کړل او وویل چې د اکسیجن په قرارداد کې د جدي نظارت نه کولو له امله، د کوېد ــ ۱۹ روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن