کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۹) : د جمعیت اسلامي ګوند شاوخوا ۵۰ غړو په یوه ناسته کې پرېکړه کړې ده چې د عمومي غونډې تر جوړېدو پورې به د صلاح الدین رباني پر ځای، سید عنایت الله شاداب د ګوند مشري پر غاړه ولري.

خو د جمعیت ګوند د رهبرۍ یو غړی دا پرېکړه مردود ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعیت د پخواني مشر برهان الدین رباني تر وژل کېدو وروسته د هغه زوی صلاح الدین رباني د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او تر اوسه يې دا دنده پرمخ بیوله.

د جمعیت اسلامي ګوند د اجراییه شورا مشر عطاء محمد نور په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د تېرې ورځې په ناسته کې چې د ګوند له مهمو غړو څخه دوه په درې برخه غړو ګډون کړی وو، د سولې پروسې، حکومت کې پر مشارکت، د ګوند پر فعالولو بحثونه شوي او ځینې پرېکړې یې کړې دي.

هغه زیاته کړې: (( د ګوند عمومي غونډې جوړولو کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د جمعیت ګوند د بیافعالولو په موخه ژر تر ژره د عمومي غونډې لپاره زمینه برابره کړي.))

د نور په وینا، په دغه ناسته کې دغه راز تصمیم ونیول شو چې د ګوند د رهبري شورا غړی او یو له بنسټ ایښودونکو څخه استاد عنایت الله شاداب د عمومي غونډې تر جوړېدو پورې به د ګوند د ناستو مشري پر غاړه ولري.

هغه زیاته کړې چې جمعیت اسلامي له سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي او غواړي چې د ملي مصالحې شورا کې فعاله ونډه او رول ولري.

عطاء محمد نور لیکلي چې دغه راز په دې ناسته کې په حکومت کې د جمعیت پر فعاله رول ټینګار وشو او پرېکړه وشوه چې د جمعیت اسلامي او د جهاد او مقاومت د حوزې د مشرانو ترمنځ د همغږۍ لپاره یوه مرکزي هسته رامنځته شي.

د نور په وینا، یادې پرېکړې د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا د ۴۷ فعالو غړو له خوا تایید شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي رهبري شورا اوسمهال ۶۲ غړي لري.

د جمعیت اسلامي سرچینو رسنیو ته ویلي، دا چې دغه ګوند د سولې مذاکراتو کې کمزوری شتون لري او له بلې لخوا صلاح الدین رباني د ملي مصالحې شورا سره مخالفت لري ، نو ځکه د ګوند د رهبرۍ شورا ډېرو غړو پرېکړه وکړه چې رباني د ګوند له مشرۍ لرې کړي.

د سرچینې په وینا، د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړي د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح، سره ښې اړیکې جوړې کړې او پر دې باور دي چې صالح به په راتلونکي کې د جمعیت ګوند او مجاهدینو له دریځ څخه کلک ملاتړ کوي.

خو د جمعیت اسلامي د رهبري شورا بل غړی ډګر جنرال جان احمد حقجو د شورا د ځینو د غړو د پرونۍ ناستې په اړه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي : (( دا چې په یاده ناسته کې د ګوند مشر صلاح الدین رباني او نور غړو برخه نه درلوده، نو پرېکړې یې مردودې دي.))

هغه زیاته کړې، جمعیت اسلامي په خپل تاریخ کې له معامله ګرۍ او له کودتا سره مبارزه کړې ده، کوم کسان چې د تفرقې اچولو په هڅو کې دي خپل ارمانونه به ګور ته یوسي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د صلاح الدین رباني نظر هم واخلي خو بریالی نه شو.

د یادونې ده چې جمعیت اسلامي په تېرو ټاکنو کې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ کړی و، خو کله چې ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني سیاسي موافقه وکړه، نو دغه ګوند خپل مخالفت اعلان کړ.

جمعیت اسلامي د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان سره هم مخالفت ښودلی او ادعا یې کړې وه چې یادو ټاکنو مشروعیت نه درلود.