ژبه

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو ریيس د اداري او اخلاقي فساد په تور نيول شوی

ګردېز (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹): د پکتيا د ملي امنيت رياست د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس محبوب سلامزی پر اداري او اخلاقي فساد نيولی دی.

د ياد رياست يوې معتبرې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې ياد استخباراتي ارګان سلامزی نن غرمه په خپل کاري دفتره کې نيولی او له ځان سره بيولی دی.

سرچينه وايي چې نوموړی يې د اداري او اخلاقي فساد په تور نيولی او اوسمهال په توقيف کې دی.

د کار او ټولنيزو چارو رياست يو کارکوونکی د دغه خبر په تاييدوايي چې پر نوموړي له دې مخکې هم د ورته مسايلو تورونه وو او د اداري فساد له امله يې څو مياشتې دنده هم ځنډول شوې وه.

دغه کس د هويت پټ پاتې کېدو په شرط وويل چې سلامزي په خپل رياست کې نه يوازې له خلکو، بلکې د دې ادارې له ډېری کارکوونکو سره هم سم چلند نه کاوه.

ولايتي شورا هم ياده مسئله تایيدوي .

د يادې شورا غړی ممتاز کرخېل پژواک ته وويل چې د ملي امنيت له خوا د محبوب سلامزي له نيول کېدو خبر شوی او لا زياتو معلوماتو ته په تمه دی.

کرخېل پژواک ته وويل: ((ملي امنيت د کار او ټولنيزو چارو رييس نيولی او اوسمهال د هغوی په توقيف کې دی. نورو معلوماتو ته زه هم په منتظر يم.))

د پکتيا ولايت مقام هم د ياد رييس نيول کېدل تاييدوي، خو په دې اړه د زياتو جزئياتو له ورکولو ډډه کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کار او ټولنيزو چارو د رئيس نظر هم ولرو، خو د اړيکې په ټينګېدو بريالي نه شوو.

شاوخوا شل مياشتې مخکې هم د پکتيا استيناف محکمې د اداري فساد له امله د محبوب سلامزي دنده ځنډولې وه.

login or register a new account.