جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : دننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .
د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د چنګاښ په ۹۹مه، ددې روغتون د پرانستلو پرمهال پژواک اژانس ته وویل، یاد روغتیایي مرکز د جرمني فدرالي حکومت په شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت د یو کال په موده کې په دوه جریبه احاطه کې جوړ شوی چې لس روغتیایي او لس نورې خونې،تجهیزات او نور ضروري ملحقات لري .
هغه زیاته کړه، یاد روغتیایي مرکز پراخه ساحه لري او په راتلوونکې کې د بسترونو او تشکیل د زیاتوالي په برخه کې به ورته هیڅ ډول ستونزه پیدا نه شي.
د ولایتي شورا سرپرست رییس اجمل عمر د یاد روغتیایي مرکز په جوړیدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه په یاده سیمه کې شاوخوا ۳۵ زره کورنۍ میشتې دي چې ورته باید بسترونه او تشکیل زیات شي،په درملو او نورو طبي وسایلو تجهیز شي او په کې متخصص ډاکټران وګمارل شي.
هغه لرو پرتو سیمو ته د ولایتي ادارې د پاملرنې څخه مننه وکړه .
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیراحمد دراني وویل،یاده ودانۍ لس روغتیایي او لس نورې خونې لري، همدا راز په کې لس تشنابونه او نورې برخې فعاله شوي چې په کې OPD، ولادت واکسین او یو شمېر نورې برخې فعاله شوي دي .
هغه ډاډ ورکړ چې یاد روغتون به لا زیات مجهز کړي او خپل خدمات به د دې ولایت نورو لرو پرتو ولسوالیو ته وغځوي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










