جلال اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، حکومت ورته د بيارغونې، لکه د سړکونو او نورو بېلابېلو برخو کې هېڅ پاملرنه نه کوي چې له امله یې ستونزې ډېرې دي.
دوی وايي، امنيت يې خپله ټینګ کړی، پاڅون يې کړی واړه او زاړه د وسله والو پر ضد ټوپک راپورته کړی خو حکومت يې بيا هم د ستونزو حل ته رسېدنه نه کوي.
د ننګرهار ولايتي اداره بيا وايي، ټولو ولسواليو ته يو شان پاملرنه شوې او دا تېر کال په هرې ولسوالۍ کې د بيارغونې ګڼې پروژې پيل شوې دي.
د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ د شينوارو زون د شپږو ولسواليو له ډلې ده چې په تېرو څو کلونو کې د داعش پر وړاندې د افغان ځواکونو جګړه کې سخته وځپل شوه او ډېرې سيمې يې د جګړو او بمباريو له امله ورانې شوې دي.
دغه راز د يادې ولسوالۍ سړکونه لا له پخوا اساسي نه وو رغول شوي چې ډېر کله د باران پر مهال خلک له ستونزو سره مخ وي او ناروغان خو ښار ته د وړلو پر مهال د مرګ تر کومې رسېږي.
د سيمې يوه قومي مشر ملک هوا ګل پژواک اژانس ته وويل، دوی ډېر کله له وسله والو سره په خپله وسله جنګېدلي، خپلې سيمې يې په خپله ساتلې او وسله والو ته يې د فعاليت اجازه نه ده ورکړې.
د نوموړي په خبره، حکومت د دوی قربانيو ته هېڅ پاملرنه ونه کړه او دوی ته يې د بيارغونې پروژې نه دې پلې کړې.
د ياد قومي مشر په خبره، پخوا ولايتي ادارې د امنيت نشتوالي خبره يادوله خو اوس امنيت هم شته او بیا هم د بيارغونې برخه کې کوټلي ګامونه نه پورته کېږي.
د سيمې يو بل اوسېدونکی خدای نور وايي، جګړو يې کورونه، ښوونځي، جوماتونه، سړکونه او نور ډېر ځايونه وران کړي، حکومت ورسره ژمنې هم کړې خو تر اوسه يوه خښته هم په بله نه ده اېښودل شوې.
د نازيانو ولسوالۍ د للمۍ سيمې اوسېدونکی عجب وايي، د خپلو سیمو ساتنه په خپله کوي او تر هغه وخته به د وسله والو خلاف جګړه او مقاومت کوي چې په تن کې يې ساه وي.
خو نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی ستونزې حل کړي، سړکونه دې ورته جوړ کړي، د ماشومانو لپاره دې ورته ښوونځي بېرته فعال او کورونه دې ورغوي.
د ننګرهار ولايتي اداره بيا وايي چې ټولو ولسواليو ته د متوازن انکشاف برخه کې دغه تېر کال هم ګڼې پروژې پيل شوې دي.
د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، تېر کال کې هم د نورو ولسواليو ترڅنګ نازيانو ته د بيارغونې برخه کې پاملرنه شوې او را روان کال هم هڅه کېږي چې دغې ولسوالۍ ته د بيارغونې، پوهنې روغتيا او کار موندنې برخه کې پروژې پلې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










