ژبه

د کورنیو چارو وزارت: د درې خونړیو پېښو مخنیوی وشو

د کورنيو چارو له وزارت څخه د چنګاښ په ۲۸مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو په هلمند، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د درېیو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.

سرچينې زياته کړې، وسله والو یاد ماینونه د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په بازار، د زابل ولایت په مرکز کلات ښار او همداراز د پکتیکا ولایت په تروې ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ماینونو په کشف او شنډېدو سره له درېیو خونړیو پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدې، مخه نیول شوې ده.

login or register a new account.