ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځدراڼو قوم: که مو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي له حکومت سره پرېکون کوو

د ځدراڼو قوم: که مو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي له حکومت سره پرېکون کوو

author avatar
20 Jul 2020 - 18:41
د ځدراڼو قوم: که مو غوښتنو ته رسېدنه ونه شي له حکومت سره پرېکون کوو
author avatar
20 Jul 2020 - 18:41

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۹): د ځدراڼو قوم استازي په حکومت کې د ونډې ورکولو غوښتونکي شول او ګواښ یې وکړچې که یې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي له حکومت سره به پرېکون وکړي.

د ځدراڼو د قوم لسګونه استازي چې د هېواد د سوېل ختیځ ولایتونو اوسېدونکي دي نن دوشنبې (د چنګاښ ۳۰مه) "د ګوندونو له انحصار نه راووځه او قومونو ته پام وکړه" تر نامه لاندې په کابل کې راټول شوي وو او په حکومت کې د دغه قوم اړوندو کسانو ته د ونډې ورکولوغوښتنه یې وکړه.

 په دغې غونده کې د ځدراڼو د قوم د ځوانانو شورا رییس فرهاد اکبري وویل چې د یوې احتمالي سروې له مخې ددغه قوم وګړي شاوخوا دوه ميلیونه کسانو ته رسیږي چې د خپلواکۍ، ازادۍ، دفاع او جمهوریت د تامین په برخو کې یې له نورو ډېره قرباني ورکړې؛ خو سربېره په دې هم حکومت ورته پام نه کوي.

نوموړي زیاته کړه:«موږ نور د حکومت د بې عدالتیو او فرېب ورکوونکو ژمنو پروړاندې پټه خوله نه پاتې کېږو، بلکې پرېکړه مو کړې چې د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاه په ټول ولسي قوت مخته لاړ شو او خپل حقونه په لاس راوړو.»

د ځدراڼو د سراسري شورا رییس حاجي برمک ځدراڼ وویل چې د ولسمشرۍ هر نوماند د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت دغه قوم ته رجوع کوي؛ خو د قدرت له ترلاسه کولو وروسته دغه قوم په بې پامۍ کې واقع کېږي او څوکۍ نورو کسانو ته رسیږي.

د هغه په وینا، د ځدراڼو قوم استازي له محمد عمر داوودزي سره جوړې ته رسېدلي وو چې د "دولت جوړوونکي" ټېم لپاره په خپل شخصي لګښت کار کوي او د محمد اشرف غني له بریا وروسته، ولسمشر باید په ژمنو، طرحو او هغو پرګرامونو چې د ځدران قوم له خوا وړاندې کېږي، عمل وکړي.

هغه وایي چې محمد اشرف غني له بریا وروسته نه یوازې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ، بلکې داوودزي د هغو استازو ته ویلي چې نوموړی په دې اړه کوم کار نه شي کولای.

هغه زیاتوي:«دغه قوم دولت جوړوونکي ټېم ته ۴۱زره بایومټریک رایې استعمال کړې دي او له همدې امله له حکومته غواړي چې په سیاسي، نظامي، اقتصادي او تعلیم او تربیې برخو کې پرخپلو ژمنو عمل وکړي.»

برمک ځدراڼ د دغه قوم لپاره له حکومت څخه د پوهنې، کرنې، پراختیایي، بنسټیزو، د سړکونو جوړولو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل:«موږ له سوله ییزو لارو خپل حقونه غواړو او که مو حقونه رانه کړل شي، خپلو اعتراضونه ته دوام ورکوو.»

د ځدارڼو د قوم یوه بل مشر ډاکټر شېرباز ولسمشر ته په خطاب کې وویل:«ولسمشره! موږ خیرات نه غواړو، عذر نه کوو، خپل حق غواړو او جدي یې غواړو.»

د نننۍ غونډې ګډونوالو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې د دغه قوم استازي د برخې اخیستنې په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې برخه اخیستل غواړي، خو له قربانیو ورکولو سره سره اوس هم  دغه قوم ته د سولې په بهیر کې هېڅ ځای نه دی مشخص شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.