کابل (پژواک،۱۵زمرى ۹۹): د ولسي جرګې رييس د ملي مهمو مسايلو په اړه د خلکو نظرونو ته مراجعه يو اصل بولي، خو وايي چې په ملي شورا کې د خلکو د استازو په شتون سره د مشورتي لويې جرګې جوړېدل ناقانونه دي.
ټاکل شوې چې مشورتي لويه جرګه د ٤٠٠ طالب زندانيانو د خوشې کولو د څرنګوالي په اړه د زمري په ١٧مه په کابل کې جوړه شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسي جرګې د رييس له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته رارسېدلې ده، راغلي چې د ولسي جرګې رييس له اداري پلاوي سره د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه ليدلي او ددغې جرګې د جوړېدو د څرنګوالي په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
سرچينه وايي، دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ولسمشر مرستيالانو، د سولې مذاکره کوونکې ډلې او په پارلماني چارو کې ددولت وزير ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پيل کې ولسمشر غني د ٤٠٠طالب زندانيانو د سرنوشت ټاکلو او د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د مشورتي لويې جرګې جوړېدل جدي اړتيا وبلله .
د سرچينې په خبره، په مشورتي لويه جرګه کې به د سولې په اړه د خلکو او د هغوى د استازو د بحث ترڅنګ د نورو ملي مسايلو په اړه هم تصميم ونيول شي.
د ولسي جرګې رييس ميررحمان رحماني د ملي مهمو مسايلو په اړه د خلکو نظرونو ته مراجعه يو اصل بولي، خو د مشورتي لويې جرګې جوړېدل يې ناقانونه وبلل.
رحماني زياته کړه، په داسې حال کې چې د ملي شورا په مجلسونو کې د خلکو واقعي استازي حضور لري، نو د هر ډول مشورتي لويې جرګې جوړېدل ناقانونه دي.
د اساسي قانون په ١١٠ ماده کې راغلي دي چې لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې عالي مظهر دى چې د ملي شورا، د ولايتي شوراګانو او د ولسواليو شورګانو له غړو جوړيږي.
ددغې مادې په بله برخه کې راغلي چې وزيران، د سترې محکمې رييس او غړي او لوى څارنوال کولى شي چې بې له رايې د لويې جرګې په غونډو کې ګډون وکړي .
رحماني وويل چې دولت بايد د مهمو ملي او سرنوشت ټاکوونکو او په ځانګړې توګه د بين الافغاني خبرو او د ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه د ملي شورا له غړيو سره يوه فوق العاده ناسته جوړه کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس،له ډېرو بحثونو وروسته دا ناسته بې پايلې وه خو ولسمشرۍ ماڼۍ له رييس، اداري پلاوي، د کمېټو له رييسانو او د ولسي جرګې د پارلماني ګروپونو له مسوولينو سره د ورته يوې ناستې غوښتونکې شوه .
همدا ډول د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د مشورتي لويې جرګې په اړه د ولسي جرګې له رييس او اداري پلاوي سره خبرې کړې دي.
سرچينې ويلي دي چې ددغې ناستې په پاى کې د ولسي جرګې رييس د ملي مهمو او سرنوشت ټاکوونکو مسايلو په اړه له نظام څخه د خلکو ملاتړ او له هغوى سره مشورې مهمې وبللې او په دې برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په يوه بله ناسته کې چې ولسمشر د مشرانو جرګې له رييس او اداري پلاوي سره درلوده، هغوى د ملي مسايلو او د سولې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د اساسي قانون د ٦٦ او ٨١ مادو د لومړيو فقرو په اساس تېره ورځ د يوه حکم له مخې د ملي شورا غړي چې په رخصتۍ تللي، په لويه مشورتي جرګه کې د ګډون په موخه د زمري له ١٧مې د يادې جرګې تر پاى ته رسېدو پورې کابل ته را غوښتي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










