ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې غړي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي

د ولسي جرګې غړي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي

author avatar
6 Aug 2020 - 17:02
د ولسي جرګې غړي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي
author avatar
6 Aug 2020 - 17:02

کابل (پژواک، ۱۶ زمرى ۹۹): د ولسي جرګې رییس وایي چې د هېواد د ملي ګټو په موخه د دې جرګې ډېری غړو پرېکړه وکړه څو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې دغه جرګه د راتلونکې جمعې (زمري په ۱۷مه) په کابل کې جوړه شي.

دا چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د هېواد د مهمو او ملي مسایلو په اړه د خلکو نظریاتو ته ورتګ یو اصل بولي، تېره ورځ ویلي وو چې د ملي شورا په مجلسونو کې د خلکو د استازو پر شتون سربېره د لویې مشورتي جرګې جوړول غیر قانوني دي.

خو نن د دغه جرګې د رییسانو کمېټې د دغه جرګې له  ۱۳۸ د ډېرو غړو او په پالماني چارو کې د دولت د وزیر ضیاء الحق عمرخېل، د کورنیو چارو وزارت سرپرت مسعود اندرابي، د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي رییس محمد معصوم ستانکزي او د لویې جرګې د ترسره کولو کمېټې رییس، د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست احمد ضیاء سراج او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو په موجودیت بیړنۍ ناسته کړې ده.  

د ولسي جرګې د منشي نایب حجت الله خرمند د یادې ناستې له پای ته رسېدو له رسنیو سره په خبرو کې وویل:«د لویې جرګې د ترسره کولو د نېټې له اعلان مخکې باید له ملي شورا سره مشوره کېدای او وروسته پرېکړه کېدای، په اوسنیو شریطو کې چې افغانستان له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی، اړتیا نه وه دا ډول جرګه جوړه شوې وای.»

هغه زیاته کړه: «ولسمشر او حکومتي چارواکو له دې امله چې له ولسي جرګې سره یې مشوره نه وه کړې، بښنه وغوښته او ویې ویل چې د سولې د مذاکراتو د پیل په موخه د حکومت لپاره لږ فرصت و، له همدې امله پرېکړه وشوه څو جرګه جوړه شي.»

د نوموړي په خبره، له ډېرو موافقو و مخالفو بحثونو وروسته د جرګې ډېری غړو چې د رییسانو کمېټې په نننۍ ناسته کې یې شتون درلود، د هېواد د ملي ګټو په موخه یې پرېکړه وکړه څو د سولې په لویه مشورتي جرګه کې ګډون وکړي.

خردمند وایي، سره له دې چې د لویې جرګې اجنډا له ملي شورا سره نه ده شریکه شوې، خو د ملي ګټو او جګړې د پای رسېدو لپاره پرېکړه وکړه چې په ولسي جرګه کې به ګډون کوي.

په دې جرګه کې د هرات د خلکو استازي سید عظیم کبرزاني هم وویل چې تېره ورځ هغه ناسم پوهاوی چې منځته راغلی و، رفع شو او د جرګې غړو پرېکړه وکړه څو د هېواد ملي ګټو لپاره په لویه جرګه کې ګډون وکړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «مشورتي لویه جرګه له لویې جرګې سره چې په قانون کې یې وړاندوینه شوې ده، توپیر لري، له همدې امله د جرګې غړو موافقه ونه کړه څو په هغه کې ګډون وکړي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.