ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت پر کابل ښار د څو توغنديو لګېدل تاييد کړل

د کورنيو چارو وزارت پر کابل ښار د څو توغنديو لګېدل تاييد کړل

author avatar
18 Aug 2020 - 11:05
د کورنيو چارو وزارت پر کابل ښار د څو توغنديو لګېدل تاييد کړل
author avatar
18 Aug 2020 - 11:05

لومړى تعقيب - کابل (پژواک،٢٨ زمرى ٩٩):  د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ٨ او ١٧ امنيتي حوزو له اړوندو سيمو د کابل ښار پر څو سيمو توغندي توغول شوي او عيني شاهدان د لسو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې نن له غرمې مخکې په نهه نيمو بجو د کابل ښار د ٨ او ١٧ امنيتي حوزو له اړوندو سيمو له دوه موټرو څخه پر کابل ښار څو توغندي توغول شوي دي.

هغه له دې امله د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويلي.

خو د پېښې عيني شاهدان وايي چې دغه توغندي د کابل ښار په مکروريان ، شش درک، سراى شمالي ، وزيراکبرخان او د ارګ په شاوخوا سيمو کې لګېدلي دي.

هغوى وايي چې ددغو توغنديو د لګېدو له امله لس کسان ټپيان شوي دي.

تراوسه ددولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ددغو بريدونو مسووليت نه دى منلى.

 دغه توغندي په داسې حال کې پر کابل ښار توغول کيږي چې نن د زمري ٢٨مه د هېواد د خپلواکۍ له ١٠١کاليزې سره برابره ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.