جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمری ۹۹): د ننګرهار ولايت کامې او چپرهار ولسواليو کې د ۱۴۴نيم ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې او د څښاک اوبو رسونې دوه پروژې بشپړې شوې.
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو لګښت د سړکونو د ساتنې او څارنې او يونيسف ادارو له لوري ورکړل شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، د کامې ولسوالۍ د کاشکوټ سيمه کې ۱۲ کيلومتره سړک د ۱۴۱ ميلیونه افغانيو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
هغه زياته کړه، دا سړک د سړکونو د ساتنې او څارنې ادارې په ۱۴۱ ميليونه افغانيو مالي لګښت جوړ شوى دى.
دی وايي چې دغه سړک ۱۲ کيلومتره اوږدوالى، ۸ متره پراخوالی او دواړو خواو ته دوه متره څنډې لري.
بلخوا د ولسي تړون پروګرام وايي چې په ننګرهار کې د ۲۵ ميليونه افغانيو په مالي لګښت اووه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
د ياد پروګرام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژې سره رود ولسوالۍ کې د MCCG برنامې له لوري ترسره شوي چې په کې په لس کيلو متره سړک د جغل اچونې او کانکريټ، يوې پلې لارې د رغونې، دوه کيلومتره کانال او ۶۵۰ متره استنادي ديوال جوړېدل شامل دي.
د يو بل خبر له مخې، په چپرهار ولسوالۍ کې د درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه.
د والي وياند وايي، د چپرهار ولسوالۍ په توحید اباد کلي کې د UNICEF ادارې په درې نیم میلیونه افغانیو مالي لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه چې په یو وخت کې ترې درې نیم سوه کورنۍ ګټه اخلي.
هغه دا هم وويل، په دغه شبکه کې لمریزه برېښنا د اوبو رسونې نلونه او د پاکو اوبو څاه ګانې شامل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










