منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د يوشمېر پروژو چارې بشپړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٤ وږی ۹۹): د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار، سره رود او کامې ولسواليو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په  لګښت يو شمېر رغنيزې پروژې بشپړې شوې.

دا پروژې د ولسي تړون پروګرام او ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ بشپړې او د وږي په ۳مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري وايي،لومړۍ پروژه د ښار اتمې ناحيې اړوند ده چې په کې ۱۵۵۱ متره کانکريټي سړک، ۷۸۷ متره ويالې، ۶۵۳ متره استنادي دېوال او ۷ پولګوټي شامل دي. 

دی وايي،پر دغو  پروژو باندې ۵ ميليونه او ۷۸۶زره افغانۍ لګښت راغلى چې نيم ميليون افغانۍ يې  د ولس له خوا ورکړل شوې دي او په  شپږو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، همدا راز یې د ملاخېل پرمختيايي شورا په سيمه کې هم ۱۴۵۳ متره کانکريټي سړک، ۹۴۲ متره ويالې، ۴۸۰ متره استنادي دېوال او ۱۰ پولګوټي جوړ کړي چې ۵ ميليونه او ۷۸۶زره افغانۍ لګښت پرې راغلی او شپږو میاشتو کې یې چارې بشپړې شوې دي.

ښاروال وويل، له دې دواړو پروژو څخه له څلور سوه زياتې کورنۍ ګټه اخلي.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار سره رود او کامې ولسواليو او جلال اباد ښار کې د ۵.۲ میليونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، د کلیو پراختیا ادارې په چوکاټ کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې په ۵.۲ میلیونه افغانیو مالي لګښت او د بیسټ په نوم خیریه ټولنې په همکارۍ د سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري په ښارګوټې،د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په  دامان سيمه او د کامې ولسوالۍ په قلعه اخوند سیمه کې د اوبو رسولو پروژې بشپړې او د ۴۵۰ کورنیو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه