ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​« د وږي اتلسمه باید په عزت ونمانځل شي، نه دا چې په هوایي ډزو د خلکو د ځورونې لامل شي»

​« د وږي اتلسمه باید په عزت ونمانځل شي، نه دا چې په هوایي ډزو د خلکو د ځورونې لامل شي»

author avatar
1 Sep 2020 - 17:46
​« د وږي اتلسمه باید په عزت ونمانځل شي، نه دا چې په هوایي ډزو د خلکو د ځورونې لامل شي»
author avatar
1 Sep 2020 - 17:46

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): ولسمشر د عاشورا مراسمو او د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو له امله د کابل امنیتي ټیم وستایه او لومړي مرستیال یې وویل:« د وږي اتلسمه باید په عزت، وقار او شرافت ونمانځل شي، نه دا چې په هوایي ډزو او نفرت خورولو سره د خلکو د ځورونې لامل شي.»

جهادي قوماندان احمدشاه مسعود، د ١٣٨٠ لمريز کال د وږي په ١٨ مه د دوو عربو په ځانمرګي برید کې د تخار ولايت په خواجه بهاوالدين سيمه کې ووژل شو. دغه ورځ هر کال نمانځل کیږي، خو پر مهال یې ځینې وسله وال د کابل ښار واټونو ته راوځي او هوایي ډزې کوي.

د عاشورا مراسم تېره ورځ تر سره شول او پر مهال یې امنیتي ستونزې نه وي. د سولې مشورتي لویه جرګه هم د روان کال د زمري له ۱۷ مې تر ۱۹ مې  د امن په فضا کې تر سره شوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په هغه غونډه کې ګډون او وینا وکړه چې په همدې مناسبت د کابل امنیتي ټیم د قدردانۍ په موخه کابل کې جوړه شوې وه

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي چې په جمهوري نظام کې  لومړنی مسوولیت د هېوادوالو د امنیت تامین او د خدمتونو وړاندې کول دي.

ده امنیتی ځواکونو ته خطاب کې ویلي چې د دغو ځواکونو همکارۍ او د انسجام ډول وښوده چې د دښمنانو ټولې دسیسې ناکامېږي او حکومت د دغو ځواکونو دغه پټ ظرفیت تشخیص کړ او اوس په غوره ډول په کابل کې د همکارۍ او همغږۍ هسته رامنځته شوې ده.  

ولسمشر زیاته کړې: «د امنیت تامین د کابل ښاریانو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د لا ښې باوري فضا د رامنځته کېدو لامل کېږي او دغه بهیر پیل شوی دی.»

د ده په وینا، د امنیتي میثاق برنامې د کابل ښار د امنیت په تامین کې ډېره مرسته کړې، خو د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتی ځواکونو د هڅو لا زیات انسجام ته اړتیا ده.

دی وایي، د کابل خلک هغه مهال کابل خپل ګڼي چې ملي پولیس یې د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړي.

سرچینه لیکي چې ولسمشر امنیتي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او ښځو ته متوجه ګواښونه په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي.  

غني زیاته کړې: «تېره شپه مې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین سره ټيلېفوني مکالمه درلوده او د امریکا څرګند پیغام دا دی چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دې باور ولري چې د بین المللي ټولنې ملاتړ له ځان سره لري او د سولې په خبرو کې یې رول له پامه نه غورځول کېږي.»

هغه وایي: «جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، د سولې په مذاکراتو او تر هغه وروسته په حکومت باور ولرئ چې د دې وطن د اصلي خدمتګارانو په توګه تاسو له یاده نه وباسي او د نظام او ټولنې ثبات لپاره ستاسو رول ته جدي پام کېږي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.