ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: له اووه کسانو پرته ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شول

سرچینه: له اووه کسانو پرته ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شول

author avatar
2 Sep 2020 - 18:36
سرچینه: له اووه کسانو پرته ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شول
author avatar
2 Sep 2020 - 18:36

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): یوه سرچینه وایي، دا مهال له بګرام زندانه اتیا طالب بندیان خوشي کیږي او له دې سره له ۷ هغو بندیانو پرته چې فرانسې او اسټرالیا یې پر خوشي کېدو نیوکې لرلې، نور ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شول.

یوې باوري دولتي سرچینې نن له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو اتیا بندیان همدا اوس له بګرام زندان څخه د خوشي کېدو په حال کې دي.

سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي وایي چې له دې سره له اووه هغو بندیانو پرته چې فرانسې او اسټرالیا یې پر خوشي کېدو نیوکې لرلې، نور ټول هغه طالب بندیان خوشي شول چې طالبانو یې د خوشي کولو غوښتنه کوله.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، باید دولت د طالبانو پنځه زره او طالبانو د دولت زر بندیان خوشي کړي او وروسته د سولې بین الافغانی خبرې پیل شوې وای.

دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل وو، خوشي کړل، خو ویې ویل چې ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو خوشي کولو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي، خو وروسته لویې جرګې هم د تېرې زمري میاشتې په شلمه مشوره ورکړه چې دغه بندیان دې خوشي او ژر دې بین الافغانی خبرې پیل شي.

ولسمشر غني هم په دې اړه فرمان صادر کړ، خو وروسته یې وویل چې طالبان هم باید د حکومت ۲۰ کومانډو سرتېري  خوشي کړي.

د راپورنو له مخې، طالبانو له یادو کومانډیانو څلور پرون خوشي کړي او د یادې سرچینې په وینا له ۷ تنو پرته د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو لړۍ هم نن بشپړیږي.

استرالیا او فرانسی ویلي چې یادو ۷ طالب بندیانو افغانستان کې د هغوی سرتېري وژلي او باید خوشي نه شي، خو د افغانستان حکومت وايي هڅې کوي چې دغه ستونزه هم له یادو هېوادونو سره د خبرو له لارې حل کړي.

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان د حکومت مذاکراتي ډله هم له طالبانو سره د خبرو د پیل په موخه قطر ته سفر وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.