جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د ۱۲ کيلومتره په اوږدوالي د جوړېدونکي څلوېښت متره سړک د چارو ځنډ ځايي خلکو ته پر ورځنيو نورو ستونزو سربېره روغتيايي ستونزې جوړې کړې دي.
دوی وايي، د سړک کارونه ډېر ټکني روان دي چې د خلکو د کورونو مخې يې بندې کړې او له ستونزو سره يې مخ کړي او دغه راز د سړک دوړو خلک په تنفسي ناروغيو اخته کړي دي.
د دغه سړک کارونه ۱۴ مياشتې وړاندې د سړکونو د ساتنې او څارنې ادارې له لوري چې هغه وخت د ټولګټو وزارت اړوند وه، پيل شوې دي او ټاکل شوې دوو کلونو کې بشپړې شي خو اوسني کار ته په کتو تمه نه ليدل کېږي چې دا چارې تر درېيو کلونو هم بشپړې شي.
دغه سړک د جلال اباد ښار له بهسودو پول پيلېږي او د ښېوې ولسوالۍ عبدالخېلو سيمې ته رسېږي چې مسوولين يې موخه له کونړ څخه جلال اباد ته د راتلونکو موټرو پر وړاندې د پرتو ستونزو حل په ګوته کوي.
اوس مهال له دغه ولايته او د ننګرهار د پنځو ولسواليو اوسېدونکي په داسې يوه لاره جلال اباد ته را داخلېږي چې ډېره تنګه ده او هره ورځ خلک په ساعتونو ساعتونو د لارې بندښت کې حصارېږي.
نوی جوړېدونکی سړک د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د قاسم اباد او دامان له سيمو چې تر ډېره د هستوګنې کورونه په کې دي تېرېږي او د کارونو ځنډ يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د دامان سيمې د يوه قومي مشر غلام نبي مجاهد پژواک اژانس ته وويل، د سړک په کارونو کې ځنډ خلک له روغتيايي اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ کړي.
هغه زياته کړه: ((د هر چا د کور مخې ته د سړک غاړې ويالې کار لاندې دي، د موټرو لاره يې کور ته بنده کړې، ماشومان او مېرمنې له کوره په سختۍ وتلی شي، ځکه د کورونو مخې ته د لښتيو لپاره کندې ويستل شوې دي.))
يو بل ځايي اوسېدونکي حبيب الرحمن وايي، دلته د سړک د دوړو له امله هر کور کې يو ناروغ موجود دی او نورې ستونزې يې هم خلکو ته پيدا کړې دي.
هغه وړاندې وويل: ((هر کور کې درې او څلور مريضان پراته دي، هره پروژه کې دا شته چې په سړک به ټينکر تېرېږي او اوبه به سهار او ماښام پرې شيندي خو دلته دا کار نه کېږي او دوړې يې جوړې کړې دي.))
خو د ننګرهار د سړکونو ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، که د سړک په مسير کې د راغلو کورونو او ځمکو څښتان پر وخت دوی ته ځمکې تسليم کړي نو دا چارې به پر خپل وخت ترسره شي.
د دې ادارې مشر انجنير حامد ضياء پژواک اژانس سره مرکه کې وويل، د دغه سړک د چارو د ځنډ لوی لامل له بهسودو له پله څخه تر دامان پورې په لومړۍ برخه کې د خلکو د شخصي کورونو او ځمکو موجوديت دی.
دی وايي، ډېرې کورنۍ لا هم د هغوی پر ځمکو او کورونو د دغه سړک تېرېدو ته اجازه نه ورکوي او يا هم د استملاک د قانون خلاف ډېرې پېسې د خپلو ځمکو په بدل کې غواړي.
نوموړی وايي، که دا ټولنيزه ستونزه حل شوه نو د سړک کارونه پر خپل وخت ترسره کېږي.
چارواکي هيله من دي چې د دې سړک په جوړېدو سره به د جلال اباد ښار دغې برخې ته وغځېږي او دلته د ګڼې ګوڼې د زياتوالي ستونزه به هم ورسره حل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










