ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په واټونو کې له وسلو سره ګرځېدل او هوايي ډزو د کابل ښاریان له وېرې سره مخ کړل

په واټونو کې له وسلو سره ګرځېدل او هوايي ډزو د کابل ښاریان له وېرې سره مخ کړل

author avatar
8 Sep 2020 - 17:43
په واټونو کې له وسلو سره ګرځېدل او هوايي ډزو د کابل ښاریان له وېرې سره مخ کړل
author avatar
8 Sep 2020 - 17:43

کابل(پژواک، ۱۸مه وږی ۹۹): په کابل کې د احمدشاه مسعود د مړيني ۱۹ تلين د نمانځلو په مناسبت د هغه پلويان د کابل ښار په بيلابيلو واټونو کې له وسلو سره ګرځېدل او خلک يې له ډار او وېرې سره مخ کړي و.

د کابل ښار ځينو اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو مرکو کې ويلي چې د احمدشاه مسعود پلويان د ښار په واټونو کې له وسلو سره ګرځي او خلکو ته يې جدي ستونزې جوړي کړي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی خليل افغانزی وايي چې په يولسمه ناحيه کې داسې ښکاره کېدل چې هيڅ حکومت نشته، يا هېڅ دا افغانستان نه دی او فکر نه کېده چې دلته دې د افغانستان حکومت ووسي يا دلته دې امنيتي ځواکونه ووسي.

هغه زياته کړه، ډېر زیات وحشت خور وو، هېڅوک له کورونو نه نشو وتلی، د خوراکي توکو د اخيستلو لپاره هم بهر نشو وتلی.

دی وايي:"سهار چې له کوره ووتم غوښتل مې چې پر مبايل مې ويډيو وکړم ګورم چې دوه کسان راته له تمانچو سره راغلل او بر سر يې راته تمانچه کيښوده او له مبايله يې راته هر څه پاک کړل."

دی له حکومت نه غواړي چې د شهېدې اونۍ يا ورځې د نمانځلو په پلمه په ښار کې د وسلو سره د ګرځنده خلکو سره دې جدي چلند وشي.

همداراز د درمان په نوم يو بل کس وايي، ۱۸ د وږي د شهيد ورځې ته ځانګړې شوې نو په کار ده چې دا ورځ د شهيدانو وارثين د قران کريم په ختمونو سره ونماځي، خو د مسعود پلویان دا ورځ په ښار کې د ټوپکو په ډزو نمانځي او خلکو ته مزاحمت کوي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چېد داسې خلکو د کړنې مخه دې ونيسي او د شهيدانو د ورځې احترام دې وکړي.

په ورته مهال د شقايق توانګر په نوم يوې ميرمنې هم وويل چې دا د تاسف ځای دی چې زموږ ځيني هېوادول د مسعود تلين د نمانځې په پلمه د نورو هېوادولو ارامي له منځه وړي.

نوموړې وويل: "مسعود تل د سولې غوښتونکی و، هغه غوښتل چې خلک تل په سوله کې ژوند وکړي او هغه خلک چې که له مسعود سره مينه لرئ راشئ د مسعود غوندې ژوند ووکړئ."

هغې زياته کړه که چېرې مسعود ژوندی وای نو هغه به دا خلک چې له وسلو سره پر سرکونو ګرځي او د خلکو ارامښت له منځه وړي هېڅ کله به يې اجازه نه وه ورکړې.

دې وويل، له وسلې سره په سرک ګرځېدل د معسود پلوي نه بلکې يو حيواني عمل دی او له حکومت غواړي چې هغه خلک ونیسي چې له دې ورځې ناوړه ګټه پورته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.