منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل په نننۍ چاودنه کې۱۰تنه مړه او د صالح له ۲ساتونکو سره۱۵ټپیان دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژاوک، ١٩ وږى ۹۹): د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح د موټرو پر کاروان برید کې ۱۰تنه مړه او د صالح له ۲ساتونکو سره۱۵ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د وږي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د تايمني په سيمه کې چاودنه وشوه.

هغه زیاته کړه وایي، چې په دغه برید کې لس کسان مړه او د امرالله صالح د دوو ساتونکو په ګډون ۱۵ کسان ټپیان دي.

بلخوا د ولسمشر د لومړي مرستيال وياند رضوان په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د دې چاودنې هدف امرالله صالح و.

ده زياته کړې: ((د هېواد قسم خوړلو دښمنانو نن يو ځل بيا هڅه وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح ته زيان ورسوي، خو د خداى په فضل هغوى په خپله هڅه کې ناکام شول او امرالله صالح له دغه بريده روغ ووت.))

د سيمې يوه اوسېدونکي عيني شاهد حفيظ الله پژواک ته وويل چې د امرالله صالح د موټرو کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې و چې ناڅاپه چاودنه وشوه.

د چاودنې ساحه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي خو د پژواک خبریال چې په یاد سېمه کې په دنده بوخت دی وایي، چې ددغه برید له امله شاوخوا کورونه او هټۍ هم مالي زیان اوښتی دی.

بلخوا ځينو روغتيايي سرچينو ويلي چې تر اوسه له دې پېښې دوه مړي او ١٢ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د يادونې ده، تېر کال هم د امرالله صالح پر دفتر د موټربم په وسيله ډله ییز ځانمرګى بريد وشو خو هغه ترې روغ ووت.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه