منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

صالح: د نن ورځې په چاودنه کې مې لاس او مخ لږ زیان لیدلی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

 دویم تعقیب ـ کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۹): د ولسمشر لومړي مرستیال په یوه ويډیو یي کلېپ کې په داسې حال کې چې د نن ورځې په چاودنه کې یې لاس او مخ   زیانمن شوي، د دغه برید له قربانیانو بښنه غوښتې او د خپلې روغتيا په اړه يې    ډاډ ورکړى.

د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى او طالبانو ویلي چې دغه چاودنه په دوی پورې اړه نه لري.

ياده چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د پولیسو د څلورمې حوزې اړوند د تایمنيو د سابقه څلورلارې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.  

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې د چاودنې د څپې له امله د هغه د موټر ښیښه ویلې شوې او په پایله کې د نوموړي یو لاس او مخ ته لږ زیان رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې: «نن سهار شاوخوا اته بجې چې د کار خواته مې راتلم، د ما د موټرو پر کاروان چاودنه وشوه او یو شمېر ساتونکي مې ټپیان شول، خو زه او زما ځوان زوی عبادالله جان چې په څنګ کې مې ناست و، د موټر د ښیښې د ویلې کېدو له امله مې مخ او لاس لږ زیان لیدلی دی.»

نوموړی وایي، هغو هېوادوالو ته چې د پېښې له مسیر څخه د تېرېدو په حال کې وو او د نوموړي له امله ورته ځاني او مالي زیان رسېدلی ، بښنه غواړي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي رسنیو ته وویل چې په دغه چاودنه کې لس کسان وژل شوي او له ۱۲ ډېر ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد وایي چې په کابل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان برید، په دغې ډلې پورې اړه نه لري.

د دغه برید مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى.

 تېر کال د زمري په ۷مه نېټه هم د «روند سبز» پر دفتر چې امرالله صالح یې په راس کې دی؛ برید وشو. په هغه برید کې شاوخوا شل کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول خو صالح له دغه بریده هم روغ وتلی و.

په هغه وخت کې هم د ياد برید مسوولیت چا نه و منلى.

په دې اړه به نور جزييات وروسته په ډاګه شي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه