منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار په چپرهار کې د امنیت په ټینګښت سره رغنیزې پروژې پیل شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢١  وږی ۹۹): د ننګرهار د چپرهار ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت راتلو له امله د رغنيزو پروژو چارې ګړندۍ شوې دي او همدا اوس هم ۳۳ ښوونځي او ۷۳ نورې رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي.

د ولسوال په وينا، امنيت د ولس په همکارۍ راغلی، له موسسو او دولتي ادارو غواړي چې دې ولسوالۍ ته نوره پاملرنه هم وکړي.

ولسوال زیاتوي چې شاوخوا ۱۳ کاله دغه ولسوالۍ نا امن وه خو دا دوه کاله کېږي چې امنيتي ځواکونو عمليات کړي او اوس د ولس په همکارۍ امنيت غښتلی شوی دی.

د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمد صديق دولتزي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دغه ولسوالي ۱۳ کاله نا امنه وه خو دوه کاله وړاندې د امنيتي ځواکونو د عملياتو او ولس په ملاتړ امن شوې چې اوس يې امنيت تر ډېرو ولسواليو ښه دی.

دی وايي، د امنيت ښه کېدو لوی علت دا دی چې د هر کلي خلک په امنيتي ليکو کې، په ځانګړې توګه د ولسي پاڅون کوونکو، سيمه ييزو پوليسو او سيمه ييزې اردو کې ځای پر ځای شوي چې د خپلو سيمو امنيت په خپله ساتي.

هغه زياته کړه، د امنيت له ښه کېدو سره سم په دې ولسوالۍ کې رغنيزې پروژې پيل شوې چې همدا اوس د ۳۳ ښوونځيو پر ودانيو او ۷۳ نورو رغنيزو پروژو کار روان د.

د ولسوال په خبره، د رغنيزو پروژو پيل په دې ولسوالۍ کې ډېر ځوانان په کار مصروف کړي چې دا هم د امنيت په ټينګښت کې لوی لامل ګڼل کېدلی شي.

د سيمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې د پخوا په پرتله يې امنيت ښه دی او رغنيزې پروژې په کې پيل شوې خو وايي، دغه ولسوالۍ ۱۳ کاله له رغونې پاتې وه نو بايد ډېره پاملرنه ورته وشي.

د چپرهار ولسوالۍ قومي مشر او د انکشافي شورا غړي ملک محکم خان دولتزي پژواک ته وويل، که څه هم د ولسي تړون، اقراء برنامې او يو شمېر نورو پروژو کارونه په دې ولسوالۍ کې پيل شوي خو لا هم ډېر کار ته اړتيا شته.

دی وايي، پخوا دا پلمې وې چې امنيت خراب دی خو اوس چې د ولس په همکارۍ امنيت راغلی نو بايد حکومت، مرستندويې ټولنې او نور ادارات د دې ولسوالۍ رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

يو بل قومي مشر محمد عالم هم وايي چې امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی خو بايد حکومت او موسسې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې پروژې لا ډېرې کړي.

د چپرهار ښاروال محمد عمر دولتزی هم وايي چې تېرو څو مياشتو کې توانېدلي چې ۳۰۰ متره سړک چې باران او سېلابونو تخريب کړی و جوړ کړی او مرکز ته يې د يو شمېر نورو کارونو وړانديز هم کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه