جلال اباد (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د شپاړلس میلیونه افغانیو په لګښت څلور تفریحي پارکونه تر جوړیدو وروسته پرانستل شول.
د ننګرهار د والي وياند وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې ياد پارکونه نن د ننګرهار والي، جلال اباد ښاروال او نورو مسؤلینو له لورې د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
والي ضیاالحق امرخېل د جلال اباد ښاروالۍ او یو این هبیتات ادارو څخه مننه وکړه چې د ښار څلورمې ناحیې شپاړس فامیلو په بېلابېلو برخو کې یې څلور پارکونه په اساسي ډول جوړ کړل چې د لوبو او تفریح په موخه به د سیمې ماشومان او نور ترې ګټه واخلي.
هغه د سيمې له خلکو وغوښتل، چې پارکونه خپل ملکيت وګڼي، په ساتنه او پاک ساتلو کې يې د ښاروالۍ ادارې سره همکاري وکړي.
د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري وايي ، چې دغه څلور پارکونه د ولسي ونډي په دوه ميليونه او د یو این هبیتات په ۱۴ ميليونه افغانيو مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوي چې د ښاروالۍ ادارې د سرسبزۍ او تنظيفاتو ټيمونه به يې ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
د څلورمې ناحيې يو تن وکيل ګذر حبيب الرحمن له مسئولينو مننه وکړه، چې دوی ته يې د تفريح په موخه ښآيسته پارکونه جوړ کړل او ژمنه يې وکړه چې دوی به يې په ساتنه کې فعاله همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










