کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې لوګر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت اړوند ۲۲۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د کرنې رييس عبدالله تسل وويل چې د ١٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې ٢٢٦ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د هغه د معلوماتو له مخې،په دغو پروژو کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه، د کچالو ۷۹ زېرمتونونه او د مميزو ۲۸ خونې جوړول شامل دي.
د نوموړي په وينا، په دغو پروژو کې د سبو او مېوو ۲۸ وچوونکو دستګاوو وېشل هم شامل دي.
ده وويل چې دغه پروژې د لوګر په مرکز پل علم او څو ولسواليو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
دغه راز د لوګر د مرکز پل علم يو تن کروندګر حسام الدين پژواک ته وويل چې د يادو پروژو پلي کېدو ته ډېر خوښ دي.
دى وايي: ((په دغه ولايت پياز ډېر ښه کيږي او د ساتلو لپاره زيرمو ته ضرورت دى او اوس ښه شول چې يو څه زېرمې جوړې شوې دي.))
د د غه ولايت يو شمېر نور کروند وايي چې دغه شان کرنیزې برنامې کولای شي د
کرنې په میکانیزه کولو او وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










