منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له لس کاله راهیسې روژه نیوونکی سرتيرى د سولې له مذاکراتي پلاوو د اوربند غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۹۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د ملي اردو هغه سرتېری چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د سولې راتلو لپاره روژه نيسي، اوس له طالبانو او حکومته د اوربند غوښتنه کوي.

لومړی بريدمل نظام الدين فروتن دمګړۍ د ۲۰۹ شاهين قول اردو، د درېيمې پياده لوا، دويم کنډک، شپږم ټولي د درېيم بلوک د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې نږدې لس کاله وړاندې يې تصميم ونيو چې په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو، سولې راتګ او فساد مخنيوي لپاره به روژه نيسي.

د هغه په وينا چې په همدې موده کې يې د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې نظامي دنده هم ترسره کړې ده.

فروتن وويل: ((يوه امنيتي پېښه وشوه چې د يوې کورنۍ سرپرست په کې ووژل شو او په هماغه کال افغانستان په اداري فساد کې هم کوم مقام ګټلی و، دغو دوو پېښو ډېر وځورولم او پرېکړه مې وکړه چې بايد خدای ته رجوع وکړو.))

د افغان ځواکونو دغه سرتېری اوس هيله من دی چې په دوحه کې پيل شوې بين الافغاني خبرې به مثبته پايله ورکړي او جګړه به پای ته ورسېږي.

نوموړی زياتوي چې د تېرو څلورو لسيزو جګړې له افغانانو څخه په کافي اندازه قرباني اخيستې او نور هېڅ افغان د دې زغم نه لري چې روان ناورين دې دوام پيدا کړي.

دغه روژه په خوله سرتېری همدا راز غوښتنه کوي چې ژر تر ژره بايد اوربند ټينګ شي.

هغه وويل: ((د خوښۍ ځای دی چې افغانان يو بل ته مخامخ کېناستل او خبرې يې شروع کړې؛ خو زموږ توقع دا ده چې ژر تر ژره اوربند وشي چې د يو افغان د وژل کېدو مخه نيول کېږي؛ نو دا لوی ثواب او اجر لري.))

هغه له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې په اوسنيو شرايطو کې خپل شخصي خصومتونه پرېږدي او ټول د يوه متحد افغانستان جوړېدو او سولې راتلو لپاره هڅې وکړي.

د ملي اردو دغه سرتېري پژواک ته وويل چې لا هم هره ورځ روژه نيسي او له خدايه خواست کوي، چې په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله ټينګه شي.

نوموړی وايي چې په پنځه وخته لمانځه کې د خدای له درباره غواړي چې په هېواد کې روان جنګ پای ته ورسېږي.

نظام الدين فروتن په خپلو خبرو کې وويل چې که هېواد ته سوله راغله نو خپله روژه به په بيت الله (کعبه شريفه) کې ماتوي.

د هغه په خبره، طالبان بايد شته فرصت له لاسه ورنه کړي او مخکې له دې چې په هېواد کې ناورين نور هم زيات شي، بايد د سولې غږ ته لبيک ووايي.

فروتن زياتوي: ((دا ډېر ښه فرصت دی چې د افغانانو لاس ته ورغلی دی، زما په نظر دواړه لوري بايد په ښه نيت خبرې وکړي که نه جګړه به نوره هم زياته شي چې ټول زيان يې افغانانو ته رسېږي.))

دغه افغان پوځي د خپلو خبرو په پای کې وويل چې افغانان بايد له تېر څخه عبرت واخلي او يو بل ته په لاس ورکولو سره خپل هېواد له شته ستونزو څخه را وباسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه